برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکې فرمایشي فتواوي د افغانانو په آیند ملنډي وهل دي

د افغانستان د چارو کارپوه، امریکا میشتي لیکوال ډاکټر داود میرکي وايي چې په سعودي کې د افغانستان د امن او سوکالي په نامه د علماو را بلل شوي غونډې څخه هیڅ هم نه جوړیږي.


نوموړي ویلي: «د سعودې د غونډې نه هيڅ هم نه جوړيږى چه يو طرفه وى او له ډاره امريکا ته د هغوى د ورځني جناياتو خبره هم ونه شي کړلى».

د یادونې وړ ده چې ډاکټر میرکي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر هغو ایټمي او غیر قانوني بمونو پر کارولو څیړني کړي چې تاواني تاثیر به یې تر نسلونو په افغانستان کې پاتې وي.

ښاغلي میرکي د جیمز ماټیس له لوري د سعودي د پاچا او کعبې د امام څخه مننې ته په اشاره ویلي دي چې دا هم ددې خبري ثبوت دی چې له دغې غونډې هیڅ نه جوړیږي، ځکه چې په وینا یې د امریکې په فرمایش یو اړخیزه فتواوي او د کرایې دیني عالمان را ټولول د جګړې اور لا ګرم ساتي او د افغانانو په راتلونکي باندي ملنډي وهل دي.

تېره ورځ د ناټو له لوري د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هغه لیک نشر شو چې د سعودي چارواکو ته یې لیږلی وو او د هغوی څخه یې د اشرف غني پر ملاتړ مننه کړې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي