برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا په پوځ کې ځانوژنې بې ساري توګه زياتې شوي

آریانانیوز: د امریکا په پوځ کې د ځانوژنې پېښې دومره ډېرې شوي، چې د چارواکو اندېښنې يې راپارولي دي.


د امریکا يوه څېړنيز مرکز په خپل څېړنيز ر اپور کې ويلي، چې په ۲۰۱۶ كال كې هرو سل زرو امریکايي پوځيانو کې ۴۵ هغو ځانوژنه کړې، چې عمرونه يې «د ۱۸ او ۳۵» کلونو ترمنځ و.
د دغه راپور پر بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې په سل زرو کې ۴۰ پوځيانو ځانوژنه کړې وه.
په افغانستان ا و عراق کې د پخوانيو امريکايي پوځيانو د بنسټ مشر پل ريکهاف د دغه راپور د تائيدولو تر څنګ ويلي: «دا هغه پېښې دي، چې موږ يې شاهدان يو او کوشش کوو، چې په دې اړه د خطر زنګ ووهوو او چارواکي ورته متوجه کړو.»
د يادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې ده ته د افغانستان جګړه په ميراث ورپاتې ده، دغه جګړه يې د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه بللې او ټينګار يې کړی، چې دغه جګړه بايد پای ته ورسول شي، خو د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال يې په دې اړه يې هېڅ يادونه ونه کړه.
د ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته يو شمېر امريکايي رسنيو د باخبره سرچينو له خولې ويلي، چې ټرمپ له دغې جګړې خپلې اوږې سپوي او بلک واټر ته يې سپاري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي