برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د امریکا په لاس د افغانانو قتل عام

آریانانیوز: امریکايي څېړونکو په یوه راپور کې اعلان کړی چې د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په جګړو کې تر څلور نیم ملیون زیات کسان وژل شوي دي.


د متحده ایالاتو په براون پوهنتون کې څیړونکو، حقوق پوهانو او د بشري حقونو فعالانو د “جګړې د لګښتونو په اړه پروژې” تر سرلیک لاندې راپور کې اعلان وکړ، د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په افغانستان، پاکستان، عراق، سوریه او یمن کې لږ تر لږه له ۴،۵ تر ۴،۶ میلیونه کسان د جګړې په ډګرونو کې وژل شوي دي.

د دغې څېړنې څېړونکي وايي، چې له دغو کسانو څخه یو شمېر یې په جګړه کې وژل شوي، خو لوی شمېر یې په تېره بیا ماشومان د جګړې د ویجاړونکو اغېزو لکه د ناروغیو د خپرېدو له امله مړه شوي دي.

د جګړې د پروژې د لګښتونو په وروستي خپاره شوي راپور کې راغلي چې دا غیر مستقیم مرګونه چې اټکل کیږي له 3.6 څخه تر 3.7 ملیون پورې وي، د روغتیا زیربناوو د ویجاړولو، د اقتصاد، عامه خدماتو او چاپیریال د ویجاړولو په پایله کې رامنځته شوي او دا لاهم د دې لامل کیږي چې خلک قرباني شي.

په راپور کې ویل شوي، که څه هم تېر کال په ۲۰۲۱ کال کې امریکا له افغانستانه خپل پوځي ځواکونه وایستل، خو په رسمي ډول هغه جګړه پای ته ورسېده چې ۲۰ کاله وړاندې پر افغانستان له یرغل سره پیل شوې وه خو افغانان د پخوا په پرتله په لوړه کچه د جګړې د لاملونو له امله ځورېږي او مري.

د جګړې د پروژې لګښتونو راپور ښودلې چې د سپټمبر 11 څخه وروسته جګړې په ډیری ډولونو مرګونو کې رول لوبوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي