برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا په فرمایش نیول شوي دریځونه به زمونږ مبارزه اغیزمنه نه کړي

په سعودي کې د علماو غونډې او پریکړه لیک ته په جواب کې د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا په فرمایش نیول شوي دریځونه به ددوی مبارزه اغیزمنه نه کړي.


په خبرپاڼه کې ګیله شوې چې را ټول شویو عالمانو د امریکا بې رحمه بمباریو او نورو ناخوالو ته هیڅ اشاره ونه کړه.
طالبانو د سعودي څخه غوښتي چې دداسي غونډو په دایرولو سره دي خپل حیثیت نه خرابوي.
په سعودي عربستان کې د غونډې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه
له تیرو دوه ورځو را هیسې د سعودي عربستان په جده او مکې مکرمې ښارونو کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسیده.
په دغه غونډه کې که څه هم د افغانستان سیمي او حتی ټولي اسلامي نړۍ نه کوم مشهور او منل شوي عالم برخه نه وه اخستې او زیاتره ګډونوال یې دحکومتونو رسمي مامورین و نوځکه یوه هم دا جرئت ونه کړ چې په افغانستان کې د امریکا اشغال، نظامی شتون، په بي و زلو افغانانو دامریکا بي رحمه بمباري او ورسره نورې ناخوالې اقلا په دې نیت هم یادې کړي چې باید دا وضعیت تغیر وکړي!!؟
د اسلامي امت لوی او ماشوم په دې پوهیږي چې په افغانستان باندې د امریکا لخوا اوولس کاله کیږي تجاوز روان دی، ملک اشغال دی، حاکمیت تروړل شوی، څو تنه بې هویته او جنایتکار اشخاص د الوتکو او وژنو په مټ په دې ملت تپل شوي.
په کار خو دا وه چې اسلامي کنفرانس، عالمانو او کوربه هیواد له خپل نړیوال وجاهت څخه په استفاده له اشغالګرې امریکا، ناټو او نورو حشرباڼو څخه غوښتی وای چې د افغانستان په مظلوم او بیچاره اولس بمبارونه ودروي او د هغوی د حریم له پایمال کیدو څخه نور لاس واخلي.
خو برعکس هڅه وشوه چې له افغانستان څخه دوهم فلسطین جوړ شي، د مبارزینو لاسونه يې وتړل شي او د اشغالګرانو په ظلم او جنایاتو چشم پوشي وشي.
په داسې کولو سره به روان جهاد ته چې د الله تعالی په امر دزرګونوجیدو علماءکرامو په فتوی او د الله تعالی په نصرت پيل شوی او نړیوال استکباري ځواک يې له ماتې او شرمسارۍ سره مخ کړی هيڅ کوم زیان ونه رسیږي، زیان به هغه اشخاص ګوري چې د دنیوي متاع او پيسو لپاره يې خپل مسئولیت ترک کړ، د امت د ويښتابه پرځای يې د امت په سترګو کې د خاورو شندلو هڅه وکړه او د امریکایانو په ګټه دریځ یې خپل کړ.
افغانان پوهیدل چې دا ډول غونډې د امریکايي چارواکو او نظامیانو طرحه او برنامه ده، ځکه چې وار له مخه یې امریکایی قومندان نیکولسن د مذهبی فشار په عنوان طرحه وړاندی کړی وه او پرون د امریکا د دفاع وزیر جمیز مټيس يې له جوړیدونکونه مننه وکړه؛ خو داچې د مسلمان په حیث او بیا د عالم په نوم ځينو څيرو په کې رول ولوباوه واقعا د اسلامي امت خورا بد او دردونکی حالت ښکاره کوي.
ان شاءالله د حق د لارې مبارزین به د قیامت په ورځ د دغو تش په نامه عناصرو څخه د الله په دربار کې شکایت کوي او له امت، اسلام او جهاد سره د دغې لوی جفا سزابه ورته غواړي.
د سعودي عربستان له حکومت نه مو هیله داده چي د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کي مرسته وکړي او په دې لاره کې مثبت رول اداکړي، د داډول غونډو لپاره موقع ورکول به یې حیثیت ته صدمه ورسوي.
زموږ جهاد د باعمله دیني عالمانو په لارښونو او رهبري پيل شوی او روان دی، د جهاد اکثره پرسونل مو په دين پوه اشخاص دي، نو ډاډه یو چې د امریکا په فرمایش نیول شوي دریځونه به زموږ په مبارزه هيڅ ډول منفي اغیز نه لري او نه به هم د امریکایانو د حتمی او را نیږدې شکست مخه نیولی شي. ان شاءالله وما ذالک علی بعزیز
د افغانستان اسلامی امارت

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي