برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا په خبرواتروکی د ملی امنیت د سلاکار نیوکه

آریانانیوز: د ملی امنیت سلاکار ټینګار وکړ امریکا د افغان اولس په استازیتوب له طالبانو سره خبرې نشی کولې . حمد ا… محب په قطرکې له طالبانو سره د سولې د تش په نامه خبرو کې د امریکا په کړچار نیوکه وکړه او ویې ویل چی امریکایی چارواکی یوازې په هغو مسلو کې چی هغو پورې اړه لری باید خبرې وکړی ځکه چی طالبان او واشنګټن په افغانستان کې د جنګ اصلی عاملان بلل کیږی .
هغه له طلوع ټیلی ویژیونی چینل سره په خبروکې د افغان دولت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان په چارو کی د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په غلط کړچار هم نیوکه وکړه .
دا لومړې ځل ندې چی د افغانستان د ملی امنیت سلاکار د امریکا د حکومت په سیاستونو نیوکه کړی ده . څو میاشتې مخکې هم حمد ا… محب په افغانستان کی د موقته حکومت د جوړولو په پروګرام چی زلمی خلیل زاد مطرح کړی وو ، سخته نیوکه وکړه او هغه یې د کابل حکومت د کمزورولو لپاره د سپینې ماڼۍ د سیاست په چوکاټ کی وباله .
محب ا… په واشنګټن کې د خبریالانو په ټول کی په روښانه کونکیو څزګندونوکې په افغانستان کی د موقته حکومت د جوړولو پروګرام د دغه هیواد د حکومت د کمزوری کولو لپاره هڅه او د خلیل زاد د شخصی ارزوګانو تحقق وباله
د افغانستان دسیاسی مسلو کارپیژاندی وحید مژده دغې موضوع ته په اشارې سره ویلی دی په افغانستان کی د موقته حکومت د جوړلو وړاندیز زلمی خلیل زاد ، طالبانو ته وړاندی کړی او هغه له دغې ډلې غوښتی دی چی په موقته حکومت کې د شتون لپاره د خپلو استازیو لیسټ امریکا ته وړاندی کړی .
البته په افغانستان کی د موقته حکومت د جوړولو لپاره د امریکا د مرموزې سناریو په اړه د افغانستان د ملی امنیت د لوړې شورا سختې خبرې او په هغه پسې د حکومتی چارواکو ، د پارلیمانی استازیو ، او د افغانستان د ګوندی شخصیتونو سخت غبر ګون سبب شو چی خلیل زاد کابل ته په سفر کی له طالبانو سره د خبرو اترو د جزیاتو په اړه سپیناوی وړاندی کړی ، له دې مخکې د امریکا حکومت په قطر کی له طالبانو سره د خبرو اترو د جزیاتو له وړاندی کولو ډډه کوله .
د حمد ا… محب روښانه کونکی څرګندونې سبب شوې چی په افغانستان کی د موقته حکومت د جوړولو پروګرام د دغه هیواد د عمومی افکارو د دباو په دلیل څنګته کړی او حتی له طالبانو سره د خبرو اترو د جزیاتو د وړاندی کولو د ضرورت په اړه تر یوه حده نرمښت وښی .
له طالبانو سره د دوه اړخیزه خبرو اترو په تعقیبولوکې دامریکا په سیاست د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار تازه نیوکه د هغه د محدودولو او حتی د ځینو رسندویو په وینا له دغې څوکۍ د هغه د څنګته کولو لپاره پر کابل حکومت د سپینې ماڼۍ دباونو ته ځواب دې .
البته د امریکا حکومت د حمد ا… محب دروښانه کونکیو څرګندونو او د امریکا په سیاستونو د هغه د نیوکو په غبرګون کی له ډیپلوماتیکو پروټوکولونو سره په تضاد کې خپل هیواد ته د هغه ورتګ منع کړ .
د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندی وحید مژده سپوتینیک خبری اژانس ته ویلی دی چی بې شکه امریکایان نیغ په نیغه د افغانستان له حکومته نشی غوښتلې چی د ملی امنیت سلاکار څنګته کړی ، خو همدغه چی امریکایانو ویلی دی چی نور له حمد ا… محب سره کار نه کوو ، په غیر مستقیم ډول دې ته اشاره کوی چی د کابل حکومت هغه څنګته کړی او د هغه په ځای بل کس په دغې څوکۍ وګماری .
دغو شرایطو ته په پام سره ده چی د افغانستان د ملی امنیت سلاکار د هغه د څنګته کولو لپاره د امریکا دباونو ته له پامه پرته د افغانستان په داخلی چارو کی د سپینې ماڼۍ د نه لاس وهنې په چوکاټ کې د خپل هیواد له ملی ګټو په هر اړخیزه دفاع کی خپل کړچار ته دوام ورکوی . البته د افغانستان د مسلو پرسر له طالبانو سره له موافقې او خبرو اترو د ډډې کولو لپاره له امریکا د هغه غوښتنه چی هغه په اړه د فیصلې کول یوازې دافغان دولت په صلاحیت کی دی ، یو ډول ملی غوښتنه ده چی د افغانستان د سیاسی ډلو مشران هم ترې ملاتړ کوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي