برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وړاندی به ملا برادر د سولې په خبرو کې ونډه اخلي

آریانانیوز: طالبان وایي، هر کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سولې په خبرو کې برخه واخلي، نو د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر به هم په خبرو کې ونډه واخلي.



دوی وایي، د امریکا له خوا مرکچي پلاوی په هغه کچه کې نه دی چې ملابرادر دې ورسره خبرو ته کښیني.
رسنیو ته د طالبانو په لیږل شوې اعلامیه کې راغلي، د سولې په راتلونکې غونډه کې له انس حقاني پرته د دوی د نوي ټاکل شوي پلاوي ټول غړي ګډون کوي.
په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ په قطره کې د کیدونکې غونډې اجنډا لا نه ده څرګنده شوې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري به په پخوانیو غونډو کې د راپورته شویو مسائلو په تعقیب خبرې وکړي.
بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، معلومات یې ښيي چې د غونډې د سر موضوع به د ملګرو ملتونو له تورلیسته د یوشمېر لوړپوړو طالب چارواکو د نومونو ایستل وي ، په دغې جوړیدونکې غونډه کې به د طالب او امریکایي استازو بحثونه لا هم وروستي نه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي