برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر افغان تښتیدلی ولسمشر د خپلې ژمنې د ماتولو له امله نیوکه وکړه

آریانانیوز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سي بي ایس ټلویزیون سره په مرکه کې پر محمد اشرف غني د خپلې ژمنې د ماتولو او تېښتې له امله نیوکه وکړه.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سي بي ایس نیوز ته وویل چې اشرف غني ژمنه کړې وه چې د مرګ تر بریده به له طالبانو سره جګړه او مقاومت کوي خو کله چې طالبان کابل ته راورسېدل نو له هېواده يې تېښته غوره کړه.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې د اګست په ۱۴ مه شپه یې له اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې پر هغه فشار راوړ چې طالبانو ته د واک سپارل ومني تر څو د طالبانو په مشرۍ یو نوی افغان حکومت جوړ شي چې د افغان ټولنې ټولې برخې پکې برخه ولري.

اشرف غني له تېښتې مخکې وار وار د طالبانو پر وړاندې د مقاومت خبره کړې وه.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي