برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

آریانانیوز: «مایک پمپیو» وایي، تېرې څرګندونې یې رسنیو له لوري غلطې تعبیر شوې، موږ د عسکرو د ایستلو لپاره مشخص وخت نه لرو؛ خو هیله لرو چې په لنډ وخت کې مو فوځونه له افغانستان څخه راووزي.



دوې ورځې وړاندې مایک پمپیو رسنیو ته ویلي وو، چې د ولسمشر ټرمپ له لوري ورته امر شوی څو د ۲۰۲۰ میلادي کال تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستان څخه د عسکرو د را ایستلو بهیر پیل کړل خو د نوموړي په خبره پورته څرګندونې یې د رسنیو غلط تعبیر وو « موږ د عسکرو د را ایستلو لپاره هيڅ مشخص وخت نه لرو، د امریکا ولسمشر په دې برخه کې ډېر واضح دریځ لري او ژر تر ژره له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو پلوی دی».
نوموړي په داسې حال کې چې د سفر په مهال یې خبریالانو ته خبرې کولې وویل « ولسمشریزې ټاکنې څه، موږ هیله لرو چې همدا اوس زموږ د چورلکې تر کېناستلو وړاندې مو عسکر له افغانستان څخه راووزي».
یاده دي وي، چې د امریکا د ولسمشر په ګډون لوړپوړي چارواکي داسې مهال د خپلو عسکرو د را ایستلو بې صبرانه انتظار کوي، چې خلیلزاد د تېرو پړاوونو د هوکړو د وروستي کولو په هدف دوحې ته تللی او تمه ده په لنډ وخت کې د نړیوالو تضمین کوونکو هیوادونو په شتون کې امریکا له طالبانو سره د خپلو عسکرو را ایستل لاسلیک کړي.
له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو اوازو د کابل حکومت جوړښتونه متزلزل کړي او ان د ټاکنو کمپاینونه ورسره ساړه شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي