برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکایی پوځيانو د ايستلو په اړه د دغه هیواد د چارواکو ضد او نقیض څرګندونې

آریانانیوز: دیورپوړت په اساس له تېرو څو ورځو راهيسې، واشنګټن پوسټ، نيويارک ټايمز او ګڼې نورې امريکايي رسنۍ د افغانستان روانې جګړې کې د امريکايي پوځيانو په ناکامۍ راپورونه خپروي او يو شمېر امريکايي چارواکو او سناتورانو هم له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه څرګندونې کړي، خو ځينو نورو بیا دا ډول څرګندونې رد کړي دي
د امريکا «ان بي سي» تلويزون وړمه ورځ د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي و، چې ولسمشر ټرمپ راتلونکې اونۍ له افغانستانه د څلور زره امریکايي عسکرو د ايستلو اعلان کوي، خو د امريکا دفاع وزير مارک ايسپر دا راپورونه رد کړي دي
مارک ايسپر په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه هېڅ ډول امر نه دی صادر شوی
د امريکا دفاع وزارت وياند هم امريکايي رسنيو ته ويلي، تر اوسه له افغانستانه د پوځيانو ايستلو په اړه کوم مهالوېش نه دی ټاکل شوی
د امريکا جمهوري پلوه لوړپوړی سناتور لنډسي ګراهام تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان په سفر راغلی و او د نوموړي د سفر موخه د امريکايي پوځيانو مسؤولانه کمول بلل شوي وو
د امريکا دفاع وزير د عسکرو د کمولو راپورونه په داسې حال کې رد کړي، چې نوموړي په خپله هم څو ورځې وړاندې له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي و، چې د افغانستان جګړه له سوله ييزې لارې پای ته رسوي او هيله يې ښکاره کړې وه، چې په راتلونکې کې به افغانستان د نړيوالو ترهګرو ځاله نه وي
واشنګټن ټايمز ورځپاڼې د کانګريس د يوه غړي له قوله ليکلي، چې ولسمشر ټرمپ د خپلې ټاکنیزې ژمنې سره سم له افغانستانه د خپلو ځواکونو په را ايستلو کې پاتې راغلی دی
د پخوانيو ولسمشريزو ټاکنو نوماند او د کانګريس جمهوري پلوي غړي رانډ پال تېره ورځ «سي ان ان» تلويزون سره په خبرو کې ويلي و، ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو او د خپلو پوځيانو د را ايستلو په ژمنه عمل نه دی کړی
سناتور رانډ پال واشنګټن ټايمز ته ويلي، همدا يې وخت دی، چې سپينه ماڼۍ د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان راوباسي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي