برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکاپه هوائي ځواک کې د ځان وژونکی زیاتیدا

آریانانیوز: دایسو شي ایټيډ پریس آژانس دراپورله مخی احصائې ښئ په ۲۰۱۹کال کې د امریکا په هوائي ځواک کې د ځان وژنو احصائې په داسې حال کې ۸۴کسانو ته رسیدلي چې دغه شمیر په ۲۰۱۸کال کې کابو شپیت تنه ښودل شوی ؤ .
ددغه راپور په اساس ، که څه هم د امریکا په هوائي ځواک کې دخودکشۍ د احصایو د زیاتیدا دلیلونه تر دې مه مشخص شوي نه دي ، خو په تیرو دوو کلونو کې د دغو احصایو زیاتیدا ،له مخکینیو کلونو لازیات دی چې پکې شمیر له شپیتو تر څلورو شپيتو پورې ښودل شوی .
د امریکا د جنګ وزارت پنټاګان او ددغه هیواد هوآئي ځواک مخکینۍ احصائې ښئ چې په ۲۰۱۵کال د ۶۴کسانو ّځان وژنه ، د خودکشۍ تر ټولو لوړ شمیر دی .
په ۲۰۰۹کال کې د ا مریکا په هوائي ځواک کې یوې مطالعې هم ښودلې چې په دغه اورګان کې د خودکشیو شمیر له ۱۹۹۰کاله رانیولې تر ۲۰۰۴پورې په کلونو کې په متوسط ډول ۴۲تنه ؤ او له ۶۲تنو زیات شوی نه ؤ .
په امریکائي پوځيانو کې روحي اونفسیاتي ستونزې او همداراز پکې بې وځلي او د عراق او افغانستان له جنګه بیرته ستنیدا د دلیلونو له امله دغه کرغیړن اقدامات په اوڅاره توګه پکې زیات شوي دي .

شریک یي کړئ!