برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره مخفي انعامونه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس نیویارک ټایمز د جون پر ۲۶ لیکي د امریکا استخبارات دې نتیجې ته رسېدلي دي چي د روسیې نظامي استخبارات په افغانستان کي افراطیانو ته پیسې ورکوي چي امریکايي عسکر په نښه کړي.
د روسیې نظامي استخبارات اسلامي افراطیانو او مسلح جنایتکارانو ته نغدي پیسې ورکوي څو امریکايي عسکر ووژني.
نیویارک ټایمز لیکي امریکايي استخباراتو جمهورریس ټرمپ ته دا معلومات وړاندي کړي دي، او په سپینه ماڼۍ کي د مارچ په میاشت کي پدې هلکه یوه غونډه هم تشکیله سوې وه. هغوی پر دې باندي بحث کړی وو چي یا باید روسانو ته شکایت وسي چي دا کارونه بس کړي، یا پر روسیې باندي نور بندیزونه ولګول سي، او یا نوري لاري چاري ولټول سي. خو سپیني ماڼۍ تر اوسه پوري پدې اړه کومه فصیله نده کړې.
امریکايي چارواکي وايي د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره انعام ټاکل یو پارونکی اقدام دی، او دا به لومړی ځل وي چي د روسیې استخباراتي یونیټ د ناټو عسکرو پر خلاف حملې منسجموي.
د جمهورریس پوټین ویاند وايي چي کرملین ته تر اوسه پوري پدې اړه څه ندي ویلي سوي. او د طالبانو ویاند هم له تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده. دغه راز، د امریکا د ملي امنیت شورا، د دفاع وزارت، او خارجه وزارت هم له تبصرې کولو څخه نټه کړې ده.
نیویارک ټایمز لیکي چي ټرمپ د روسیې په مقابل کي د مدارا سیاست غوره کړیدی. د سپیني ماڼۍ چارواکي وايي دا معلومات سري ساتل سوي ول،‌ خو تېره هفته د برتانیې له حکومت سره هم شریک سول.
د امریکا استخبارات وايي د دې معلوماتو ځیني برخي په افغانستان کي د افراطیانو او جنایتکارانو له تحقیقه وروسته ترلاسه سوي دي. خو دا معلومه نده چي روسانو څونه پیسې تقسیم کړيدي، او د دې کارونو میکانیزم څرنګه دی.
نیویارک ټایمز لیکي پخوا هم امریکايي او افغان چارواکو روسان پدې تورن کړي ول چي طالبانو ته ځیني وسلې ورکوي.
نیویارک ټایمز لیکي په افغانستان کي تر اوسه پوري پدې کال کي فقط څلور امریکايي عسکر وژل سويدي، او د قطر له موافقې راهیسي بیا طالبانو پر امریکایانو باندي حمله نده کړې.
اخبار لیکي که څه هم ځیني امریکايي چارواکي مطمین دي چي روسانو د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره انعامونه ټاکلي دي،‌ خو دا معلومه نده چي دا مخفي عملیات د روسیې د حکومت کوم اورګان تصویب کړي دي،‌او څوک په کښې شامل دي.
نیویارک ټایمز لیکي که څه هم روسیې په ۲۰۰۳ کي طالبان یو ترورسټي سازمان اعلام کړ، خو پدې وروستیو کلونو کي د دواړو ترمینځ روابط ګرم سويدي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي