برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امریکا، اروپا، جرمني او یوناما استازو د افغانی سولی بندی بحث

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د امریکا، اروپا، جرمني او یوناما استازو په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره پر افغان سوله لیدنه او ناسته کړې ده
د جرمنی استازی مارکس پوتزل وایي، ټولې خواوې په دې ناسته کې د تاوتریخوالي پر کمولو متفقې وې
په دې ناسته کې ټولو لوریو له خلیلزاد سره په خبرو کې د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ډاډ ورکړی
په ورته وخت کې یوناما وايي:« په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د سولې له خبرو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په تړاو یې خبرې کړې دی
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات بیا پیل شوي دي او د سولې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو خبرې شوې دي.

شریک یي کړئ!