برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امريکې غوښتنې ته غبرګون ښودل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل دغه څرګندونې په یوه ویډيويي پیغام کښې وکړې، نوموړي وويل« د بندیانو په ارتباط زموږ په مؤقف کې بدلون نه دی راغلی، لکه څنګه چې د ولسمشر په فرمان کې راغلي دي، مونږ اماده یو دا پروسه مخته بوځوو، دا مهمه ده چې طالبان افغان وژنه او مسلمان وژنه اودروي او موږ ډاډه شوو چې هغه څوک چې د صلحې تر نامه لاندې خوشي کېږي، بیرته جنګ ميدان ته نه راګرځي.
له دې مخکښې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمي خلیلزاد» غوښتنه کړې وه چې هیواد یې غواړي ژر تر ژره د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه پیل شي، نوموړي تاکيد کړی وو، د کرونا اندېښنې دا ایجابوي، چې دا پروسه چټکه او عاجله شي.
د طالبانو او امریکې تر منځ له لاسلیک شوي توافق سره سم امریکې باید پنځه زره طالب زندانیان او طالبانو زر تنه حکومتي بندیان خلاص کړي وې او په تعقیب یې باید نهه ورځې وړاندې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي وې.
اشرف غني په لومړیو کښې د بندیانو له خلاصون انکار وکړ او دا کار یې د امريکې نه بلکه د خپل حکومت صلاحیت وبلۀ؛ خو وروسته یې د یو فرمان له لارې خبر ورکړ، چې پنځلس سوه طالب زندانیان به په تدریجي ډول پرېږدي او هره ورځ به سل تنه زندانیان له بنده خلاصېږي، د دې فرمان له ورکړې که څه هم یوه اوونۍ تېرېږي خو لا هم نه دی عملي شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي