برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړولو دروازو تر شا د خبرو پنځم پړاو

آریانانیوز: د امریکايي او طالب استازو تر منځ د خبرو اترو پنځم پړاو د کومې هوکړې له لاسلیکولو پرته پای ته ورسید.


د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سه شنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دوحه کې مو له طالبانو سره د خبرو اترو اوږد پړاو پای ته ورسېد. دا څرګنده شوه چې ټول لوري د جګړې ختمول غواړي، مونږ هم له لوړو ژورو سره پرمختګ وکړ.
زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « بل ګام به واشنګټن کې بحثونه وي او دغه راز به له نورو ملګرو سره سلا مشورې کېږي، موږ به ژر بیا سره ووینو او تر هغو چې پر ټولو مسایلو هوکړه نه وي شوې، وروستۍ هوکړه نه شته.»
زلمی خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه دا هم لیکلي، کله چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او له ترهګرۍ سره د اغیزمنې مبارزې د اقداماتو په اړه هوکړه وشي، وروسته به د افغان حکومت په ګډون د افغانانو او طالبانو ترمنځ د سیاسي ثبات او هر اړخیز اوربند په اړه خپل منځي خبرې پیل شي.
خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکي: «د سولې لپاره باید پر څلورو ټکو هوکړه وشي، د بهرنیو پوځونو وتل، د افغانانو خپل منځي خبرې، له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ او هر اړخیز اوربند. د جنورۍ خبرو کې مو هم پر دغو څلورو اصلونو موافقه وکړه او اوس مو د لومړنیو دوو پر مسودې هوکړه کړې ده.»
همدارنګه د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون جخانسوري هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:«د افغان سولې پروسې په اړه د امريکا متحده آيالتونو له هڅو مننه کوو. هيله لرو چې نږدې راتلونکي کې د دوامداره اوربند او افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ مذاکراتو زمينه مساعده شي.»
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزات ویاند رابرت پالادینو رسنیو ته ویلي: « دې ځل خبرې د پخوا په پرتله ډیرې مهمې وې. د مهمو او ارزښتمنو پرمختګونو په اړه مې د ښاغلي خلیلزاد راپورنه تر لاسه کړي دي. طالبانو هم سوله غواړي که چیرې دواړه لوري پر څلورو ټکو هوکړې ته ورسیږي.»
د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، د دواړو لوریو ترمنځ د دوه موضوعات له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارولو په برخه کې لازم پرمختګ شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې قطر د راتلونکو خبرو د کوربتوب لپاره چمتوالی نیسي او زیاتوي چې استازي مطلق بن القحطاني پدې خبرو اترو کې ګډون درلود.

شریک یي کړئ!