برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امريکائي ځواکونو د وېستلو لپاره د ټرمپ د ارادې په باره کښې د پومپئو ادعا

آریانانیوز: د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي مبارزو په دوران کښې او سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو وروسته وعده کړې وه چې له سوريې او افغانستانه به امريکائي ځواکونه وباسي. خو تر اوسه يې د دغې وعدې په خلاف چلند کړے دے. واشنګټن نه يوازې په سوريې او افغانستان کښې د فوځي شتون په دوام تاکيد کوي بلکه د سعودي په شمول د فارس خليج سيمې ته يې تازه فوځي ځواکونه لېږلي دي.
اوس د ټرمپ د حکومت لوړ رتبه چارواکو يو ځل بيا د هغه وعده مطرح کړې ده. د امريکې خارجه وزير مائک پومپئو پرون وويل، ټرمپ غواړي چې د ۲۰۲۰ کال په نومبر کښې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکښې چې هغه به يې په دويم پړاوکښې ګډون کوي له افغانستانه امريکائي ځواکونه وباسي. پومپئو په دې اړه چې آيا هغه د امريکې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکښې په افغانستان کښې د ځواکونو کمولو ته هيله من دی او که نه؟ د يو سوال په ځږواب کښې وويل، دا هغه دستورالعمل دی چې له ولسمشر څخه ترلاسه کړی دی.
ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کښې د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو مخخکښې هم له افغانستانه دامريکائي ځواکونو چې د امريکې يو ترټولو اوږد جنګي ماموريت ګڼل کيږي د شاتګ وعده کړې وه خو کله چې اقتدار ته ورسېد نو په افغانستان کښې يې د امريکائي فوځيانو له پياوړي کولو سره خپله موافقه اعلان کړه
له سوريې څخه د امريکائي ځواکونو د وېستلو لپاره د ټرمپ د فېصلې له اعلانېدو وروسته د ټرمپ د ځينو حکومتي چارواکو د نقل مطابق له افغانستانه د اوه زره امريکائي فوځيانو د وېستلو مسئله هم مطرح شوه چې واشنګټن د افغانستان د حکومت چارواکي ردعمل ته راوپارول. دغه ناڅاپه خبر چې په افغانستان جنګ ځپلي هېواد کښې د صلحې د خبرو اترو د احياء لپاره د دغه هېواد لوړ رتبه چارواکو او امريکې له کوششونو سره په يو وخت خپور شو په چټکتيا سره يې په کابل کښې د ډېپلومېټکو ټولنو او سياسي چارواکو ترمېنځ انعکاس پېدا کړ. د دغې مسئلې په ردعمل کښې د امريکې د فوځي لوے درستيز جنرل جوزف ډانفورډ بګرام په هوائي اډه کښې په يو لړ مراسموکښې وويل، له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وتل يوه آوازه ده او د دغو فوځيانو ماموريت به هم هغه شان دوام ومومي.
د دغو کارونو باوجود داسې ښکاري چې ټرمپ غواړي چې د خپل بهرني سياسي پالېسۍ يعنې د سيمه ايزو ژمنو د کمولو په چوکاټ کښې د امريکائي فوځيانو د کمولو بهير ته دوام ورکړي. خو له سوريې او افغانستانه د امريکائي ځواکونهو د وېستلو لپاره د ټرمپ فېصله د امريکې د فوځي و سياسي چارواکو له پراخو نيوکو په تېرهبيا د امريکې د هغه وخت د دفاع د وزير جيمز مېټيس له سخت مخالفت سره مخامخ شوه او بالاخره هغه له خپله پوسټ څخه استعفاء ورکړه.
د امريکې خارجه وزير چې د مخکښې د ۲۰۱۹ کال د جون په ورستيو کښې افغانستان ته په سفر کښې په واضحه توګه له دغه هېواد څخه د مريکائي ځواکونو د وېستلو د وخت په نامعلوم والي تاکيد کړے ړ، اوس په يوې نوې ادعا کښې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو تر مخکښې پورې له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وېستلو په زمينه کښې د ټرمپ په غوښتنې تاکيد کوي. دا مسئله په وړومبۍ مرحله کښې د ټرمپ د حکومت د بهرني سياست په اقداماتواو اهدافو کښې د ابهام او نامعلوموالي ښودنه کوي او په عين حال کښې د دې خبرې بيانونکې دے چې اوس هم په امريکه کښې دننه د په افغانستان کښې د امريکائي ځواکونو د شتون د حالت په باره کښې د ولسمشر او واکمن جوړښت ترمېنځ د نظر اختلاف موجود دی.
په اوس حال کښې امريکائي ځواکونه هم هغه شان په افغانستان کښې شتو لري چې دا مسئله د سپينې ماڼۍ په فېصلو د امريکې د واکمن سېسټم د غلبې او تر نامعلوم وخته پورې په افغانستان کښې د امريکائي ځواکونو د شتون دوام ښودنه کوي.

شریک یي کړئ!