برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د امريکائي الوتکو بمبارۍ او امنيتي ځواکونو عامه وګړو ته سرتاوانونه

آریانانیوز: د یورپوټ له مخې تیره شپه دملې امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کښې عملیات وکړل چې پکې د عینې شاهدانو په وېنا شپږتنه ولسې وګړې چې درې تنه یې د یوې کورنې غړې او وروڼه دې وژل شوې او دغه رنګ د عملیاتو په مهال امریکایې جټ الوتکو دګندمک لیسې پر ودانۍ بمبارې کړې چې یاده ودانۍ په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول ویجاړه کړې د ننګرهار د والې ویاند عطاالله خوګیاڼي هم منې چې تیره شپه په یاده سیمه کې زمکنې او هوایې عملیات تر سره شوې چې له امله یې ځانې او مالې زیان رامنځته شوی دی خو نوموړې په دغو هوائي حملو کښې د وژل شویو کسانو د شمېر او د هویت په اړه څه ونه ویل.
له بلې خوا د ننګرهاز ولایت دمعارف ریاست چارواکې هم منی چې دتیرې شپې په هوایې بریدونو کې د شیرزادو ولسوالۍ دګندمک لیسې ودانۍ چې دولس درسې او ادارې خونی یې درلودې په بشپړل ‌‌‌‌‌‌ډول ویجاړه شوې او دبیا ځل لپاره د کاریدو وړتیا نه لرې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array