برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د المپیک د ملي کمېټې رییس دې له دندې ګوښه شي

آریانانیوز: یوشمېر ورزشکارانو له دندې د المپیک د ملي کمېټې رییس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه او د بایسکل زغلولو فدراسیون رییس وايي چې د ټاکنو له لارې ددغه فدارسیون ریاست ته بريالى شوى، خو د دندې تر سره کولو اجازه یې نه ده ترلاسه کړې.
نن د بایسکل زغلولو، جمناستیک، غره ختلو، د لامبو پنځه ګوني او دوه ګوني ورزشي څانګو شاوخوا ۳۵ لوبغاړي په کابل کې د المپیک ملي کمېټې مخې ته راټول او په دې کمېټه کې یې د موازي ادارو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
د بایسکل زغلولو فدراسیون رییس محمد حسین امیري ددغه فدراسیون په شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ټاکنو کې بریالی شوی د المپیک د ملي کمېټې رییس حفیظ الله رحیمي له ورزشکارانو او فدراسیون سره په دوه ګوني چلند تورن کړ او ویې ویل: ((رحیمي یو کمزوری مدیر دی، چې د ارګ په ۲۰۰ مترۍ کې د ولسمشر د حکم په تطبیق نه دی توانېدلی.))
هغه زیاته کړه، شپږ میاشتې مخکې د فدراسیون ټاکنې ترسره شوې خو رحیمي نه دی توانېدلی چې د ده (امیري) په ګډون په ټاکنو کې بریالي کسان پر خپلو څوکیو و ګوماري.
د نوموړي په خبره، سره له دې چې د فدراسیون پخواني رییس ټاکنې بایللې خو نوموړی یې کار ته دوام ورکوي.
نوموړي دغه راز وویل: ((په زیاتره ورزشي پروګرامونوکې ورزشکاران د اړیکو په واسطه جذبېږي.))
د نوموړي د معلوماتو په اساس، د المپیک په ملي کمېټه کې همدا اوس موازي ادارې فعالیت کوي او سره له دې چې ولسمشر حکم کړی چې په المپیک کې دې ټاکنې ترسره شي او موازي ادارې دې له منځه لاړې شي خو تر اوسه دغه حکم نه دی عملي شوی.
د راټولو شوو ورزشکارانو له ډلې کنشکا نصیري ادعا وکړه چې د هغو فدراسیونونو مالي او معنوي امتیازات چې ورزشي فعالیت کوي د المپیک د ملي کمېټې د ریاست له خوا په غیرقانوني بڼه قطع شوي دي.
هغه هم رحیمي د فدراسیونونو په چارو کې په لاسوهنه تورن کړ او ویې ویل، په هغو سفرونو کې چې د لوبغاړو د هڅونې لپاره ترسره کېږي د المپیک کمېټې د مشرتابه پلاوي دوستان او خوریونه چې حتی د فدراسیون غړيتوب نه لري جذبېږي.
یو شمېر نورو ورزشکارانو هم رحیمي په سلیقوي چلند تورن کړ او ویې ویل، که د فدراسیونونو ستونزه حل نه شي خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي او یو ځل بیا د دې ادارې تر مخ د تحصن خېمه دروي.
د المپیک کمېټې رییس حفیظ الله ولي رحیمي وویل، د ولسمشر د حکم په اساس په زیاتره فدراسیونونو کې ټاکنې ترسره شوې او موازي فدراسیونونه له منځه تللي دي.
نوموړي د هغو فدراسیونونو په اړه چې نن یې لاریون کړی و وویل، د دغو فدراسیونونو څانګې باید د نړیوالو فدراسیونونو له خوا تایید شي څو د قانون په چوکاټ کې ورته امکانات ورکړل شي.
هغه زیاته کړه، د نړیوالو فدراسیونونو پلاوو افغانستان ته سفر کړی او د فدراسیون د ټاکنو بهیر یې په عملي توګه لیدلی او د دوی له نظر وروسته به د دغو فدراسیونونو ستونزه هم حل شي.
رحیمي بهرنیو سفرونو ته د هغو کسانو د لېږلو په اړه چې ورزشکاران نه دي وویل: ((موږ په دې وروستیو کې دوه سفرونه لرل چې دواړه ورزشي نه وو، په دې سفرونو کې باید هغه نجونې لېږل شوې وای چې په انګليسي ژبه پوهېدلای، المپیک کمېټې د ورزشکارانو له ډلې ۱۲ تنه وټاکل او سفر ته یې ولېږل، دا سفر ورزشي نه وو او موږ په ورزشي سفرونو کې هېڅکله لاسوهنه نه ده کړې.))

شریک یي کړئ!