برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان وژنې لپاره نوی امریکايي تسلیحات

آریانانیوز: خبري رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا نويو جټ (F-35B) جنګي الوتکو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې خپل جنګي فعالیت په بریالیتوب پایته ورساوه.



په داسي حال کې چې امریکايي رسنۍ د افغانستاان د سولې لپاره د نوي ټاکل شوي استازي زلمي خلیلزاد د سوله ییزو فعالیتونو رپوټونه خپروي ، د امریکا د دفاع وزارت په یوه تازه اقدام کې په افغانستان کې د نیویو پرمختللیو (F-35B) جنګي الوتکو د کارونې خبر ورکوي او د یاد وزارت یو مسؤل چارواکي چندلر نيملز امريکايي رسنيو ته ويلي، چې په افغانستان کې د (F-35B) ډوله جنګي الوتکو استخدام د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت د ژغورلو لپاره تر ټولو موثره وسیله ده.
(F-35B) بم غورځوونکې الوتکې د امریکا د هوايي ځواک هغه تر ټولو پرمختللې الوتکې دي چې رادار یې نشي کشف ولای او د لایزري بمونو په وسیله خپل هدف له ډیرې لوړې ارتفاع څخه په نښه کوي.
یادو الوتکو تیره ورځ له عرب سمندرګې څخه په داسې حال کې د افغانستان په داخل کې خپل اهداف په نښه کړل چې افغان حکومت یې نه د افغانستان فضاء ته له داخلیدو او نه هم د افغانستان په داخل کې د هغوی له جنګي فعالیته اطلاع لرله.
امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې نوې جنګي (F-35B) الوتکې کاروي چې ملکري ملتونه په هیواد کې د امریکايي بمباریو له امله د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې د ۵۲ سلنې زیاتوالي خبر ورکړی.
د امریکایانو لخوا په افغانستان کې د نویو جنګي (F-35B) الوتکو له کارونې څخه جوتیږي چې واشنګټن په افغانستان کې د افغانانو هغو غوښتنو ته چې د دوی د ړندو بمباریو د درولو په خاطر یې کوي هیڅ اعتناء نه لري او غواړي مزید افغان وژنې ته د نویو امریکايي تسلیحاتو په کارولو سره زیاتوالی ورکړي.
ګډ حکومت چې د امریکايي ځواکونو په بمباریو اوشپنیو عملیاتو کې د افغانانو د وژلو او ژوبلولو تراژیدي په سترګو ویني په اړه یې کاملا بي تفاوتي ښيي او د انتخاباتي ډرامې په غورځو پرځو کې ځان له هرڅه نا خبره بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي