برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان عسکر په وسیله دامریکایی سرتیرو وژل اوټپیان کیدل

یو امریکایی سرتېری د افغان عسکر په ډزو په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره منلي چې یو امریکایی سرتېری د افغان عسکر په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.


که څه هم د بهرنیو ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د پېښې د څرنګوالي او ځای ځایګي په اړه جزیات نه دي ورکول شوي، صرف دومره ویل شوي چې پیښه د افغانستان په جنوب کې شوي ده.
خو طالبانو یې په اړه تفصیلي معلومات خپاره کړي دي.
طالبانو ویلي چې دا برید پرون شنبه (۷ جولای) مازدیګر ناوخته د یوه نفوذي افغان سرتېري له لوري د روزګان د مرکز ترینکوټ په هوايي ډګر کې ترسره شوی دی.
د طالبانو ویاند، قاري محمد یوسف احمدي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: « د ابتدائي معلوماتو په اساس، د برید په پایله کې 4 امریکايي عسکر وژل شوي او 2 نور زخمیان دي.
د طالبانو دغه ادعا د یو افغان پولیس افسر لخوا هم تأیید شوي، نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، پېښه د ارزګان ولایت ترینکوټ ښار په هوايي ډګر کې شوې ده، خو نور جزییات ده هم نه دي ورکړي.‌
دا ډول بریدونه تر دې وړاندي ډېر زیات وو چې په افغان پوځ کې دننه د طالبانو نفوذي کسانو پر بهرنیو هغو وخت پر وخت د ټوپکو خولي را اړولي او هغوی ته یې مرګ ژوبله رسولي، ترټولو غټه پیښه یې په 2011م کې په کاپیسا ولایت کې رامنځ ته شوه چې یو افغان سرتیري څه کم شل تنه فرانسوي سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله څلور یې ووژل او ۱۶ نور یې زخمیان کړل.
خو کله چې له 2014م کال وروسته بهرني ځواکونه ورو ورو له عامو ځایونو خپلو پوځي مراکزو او بیسونو ته ور ټول شول؛ تر ډېره حده له افغان ځواکونو لیري شول؛ اوس یې د پخوا په پرتله مرګ ژوبله کمه شوي بریښي.
له برید وروسته ډیری وخت څرګنده شوي چې هغه د طالبانو نفوذي کس بلل شوي. اوسنۍ پیښه هم طالبانو د خپل یو نفوذی کس کار بللی خو دا نه دي ویل شوي چې آیا بریدکوونکی هم وژل شوی که نه.وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!