برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان څخه د خپل عسکر له استلوپه اړوند د مریکا ځینوشرطونه

آریانانیوز: دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو په افغانستان کې د دغه هیواد دترهه ګرو پوځیانو د کمولو لپاره ځینی داسې شرطونه وټاکل چې له هیڅ منطق سره سمون نه خوری
د امریکا خارجه وزیر له سی این این ټیلیویژنی چینل سره په مرکې کې چې د ډ ونالډټرمپ له خوا له طالبانو سره دپټې کتنې له لغوه کیدا وروسته ئې کړې ، وئیلی دی ، امریکا به په افغانستان کې په د اسې بڼه کې خپل پوځیان کم کړی ، چې په مشخصو او ددوی دخوښې په شرطونو عمل وشی
مایک پمپئو ددې خبرې په مطرح کولو سره چې طالبانو ډلې ته باید دهغوی د بد چلند په دلیل جایزه ورنکړل شی ، ووئیل باید د طالبانو حقیقی ژمنتیا ولیدل شی څو له دغې ډلې سره بیرته خبرې اترې پیل شی
دامریکا خارجه وزیر زیاته کړې ، ډونالډټرمپ له افغانستانه دامریکائی ځواک د ویستلو لپاره هیڅ ډول فیصله نه ده کړې
امریکا او دهغې متحدانو په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان کې له ترهه ګرۍ سره مبارزې او دامنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ او دغه هیواد ئې وینوۀ، خو له هغه وخت راهسې تر دې دمه په افغانستان کې ترهه ګری ، دنشه ایزو موادو دکر اوتولید زیاتیدا او بې ثباته لاپسې زیاته شوې ده چې د افغانستان زیاتره چارواکی،سیاستوالان،پوهان او خلک ددغو ترینګلتیاؤ ستر عامل همدغه بهرنی ترهه ګرپوځیان ګڼی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي