برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو تلیفوني خبرې

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي سیال سره په تماس کې وویل چې د افغانستان سوله د اسلام آباد او واشنګټن ګډ هدفونه دي...


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره په تلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلام آباد په پراخه کچه برخو او مسلو کې د ګډو ګټو پر اساس له واشنګټن سره هر اړخیزې ملګرتیا ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ویناپاڼه کې ، قریشي بلینکن ته وویل: د سیاسي هوکړې له لارې په افغانستان کې سوله د دواړو هیوادونو تر منځ یو له اصلي هدفونو څخه وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د تاوتریخوالي کمیدل چې د اوربند لامل شي لازمي بولي، او په افغانستان کې د هراړخیز سیاسي حل د موندلو لپاره د ټول شموله هڅو غوښتنه وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان د سولې پروسه اسانه کړې او ژمنه یې کړې چې له متحده ایالاتو سره د سولې د همکار په توګه کار وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي