برخه -څانګه : afghanistan, note, sport -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان فوټبال فدراسيون پر رييس بندېز لګول

آریانانیوز: د فوټبال نړيوال فدراسيون فيفا د افغانستان د فوټبال فدراسيون پر رييس کرام الدين کريم بندېز لګولى دى.


پر نوموړي دا بنديز وروسته له هغه لګول شوى چې د افغانستان د ښځينه فوټبال لوبډلې يوې لوبغاړې پر نوموړي او د فدراسيون پر نورو چارواکو تور پورې کړ، چې پر ښځينه لوبغاړو جنسي تېرى کوي.
دافغانستان حکومت هم دا موضوع جدي نيولې او ولسمشر اشرف غني ددې قضيې د جدي څېړنو امر کړى دى.
لويې څارنوالۍ څو ورځې مخکې د کرام الدين کريم په ګډون د فدراسيون د يو شمېر چارواکو دندې ځنډولې دي.
د فوټبال د نړيوال فدراسيون يا فيفا د اخلاقياتو کمېټې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر ګوښه شوي رييس کرام الدین کرام ددرېيو مياشتو موقتي بندېز لګولی دی.
د فيفا له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې بندېز له مخې کرام الدين کريم په افغانستان کې دننه يا بهر له فوټبال سره تړلو هېڅ ډول چارو کې ګډون نه شي کولی.
فيفا وايي، دا بنديز یې له هغو تورونو وروسته لګولی چې په نړیوالو او افغان رسنیو کې یې په دې وروستیو کې یادونه شوې ده.
د فوټبال د نړيوال فدراسيون مطبوعاتي دفتر څو ورځې مخکې ويلي و چې دا موضوع يې جدي نيولې او په اړه يې جدي پلټنې روانې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي