برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د افغانستان علماؤ شورا سیاسي مشرانو او طالب ډلې ته د صلحې صلاح ورکړه

د افغانستان د علماو سراسري شورا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د دغه هیواد سیاسي مشران باید خپل اختلافات ختم کړي، له طالب ډلې هم وغوښتل چې د افغانستان له حکومت سره د صلحې وړاندیز ومني.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په کابل کښې یوه غونډه کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو سره د صلحې د خبرواترو د بیا پیلولو لپاره د افغان حکومت د وړاندیز ملاتړ وکړ.
د افغانستان د علماؤ شورا د دغه هیواد له سیاسي مشرانو هم وغوښتل چې د هیواد حساسو حالاتو ته په پام سره ګوندي، ډله ایزو او ژبنیو اختلافاتو ته له لمن وهلو ډډه وکړي ځکه چې نفاق په افغانستان کښې د پردیو د مداخلې لاره هواره کړې ده.
یاده دې وي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کښې د کابل په نړیواله غونډه کښې بې له هیڅ وارمخکښې شرطه او په هر ځاې کښې چې وي، له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره د افغان حکومت د چمتووالي خبر ورکړی و.
طالب ډلې د ولسمشر غني دې وړاندیز ته لا رسمي ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ!