برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان سولې خبرو بیا پیلیدو ته خوشبیني ښودل

آریانانیوز: د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو د کميټې دوه غړي سوزن داويس او مارتا روبي چې په دې وروستيو کې يې افغانستان ته هم سفر کړی و، د واشنګټن د سولې په انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال ويلي چې ممکن د سولې خبري ډير ژر پيل شي
دوی ويلي تمه لري چې دا ځل خبرو کې افغان حکومت، مدني ټولني او ښځي هم ګډون وکړي
دوی همدارنګه ويلي چې له افغانستان سره د امريکا د تلپاتې همکارۍ ژمني او په دې هيواد کې د امريکا پوځي شتون ډير زيات مهم دی
د امریکا د جرګې غړې سوسن داویس ویلي: “تاسو پوهیږی چې د افغانستان دولت تراوسه په خبرو کې ګډون نه ده لرلی او دا اړینه ده کله چې خبري بیا پیلیږي باید د افغانستان دولت پکې ګډون ولري، اوس له ټاکنو وروسته فکر کوم ښاغلی خلیل زاد به هم ډیر ژر له طالبانو سره مذاکرات ولري او دا اړینه ده چې داځل د دولت، سیاستوالو او مدني ټولنې استازو په ګډون خبرو کې برخه ولري
د امریکا د جرګې بلې غړې مارتا روبي ویلي”دا ډیره اړینه او حیاتي ده چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره کلکه ژمنه ولري او په دې هېواد کې خپل حضور وساتي، زما غوښتنه دا ده څو په مجلس کې زموږ نور همکاران هم افغانستان ته سفر وکړي او د هغو لاسته راوړنو او قربانیو څخه چې د افغانستان خلکو په نږدي دوو لسیزو کې لرلي دي له نږدي وګوري او د دې هېواد له ښځو او نارینوو له خولې واوري او درک به یې کړي چې دا څومره د امریکا لپاره اړین واوسي.”
همدې وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د امريکا د د پوځ مشر د لېدني جزيات پر خپل ټويټر پاڼه خپاره کړي او ليکلي يې دي چې د افغانستان د جګړېختمولو په موخه پر سياسي هڅو باور لري او په افغانستان کې د تاوتريخوالي مخنيوي د سياسي هڅو پرمټ د امريکا په ګټه دی
له طالبانو د امریکايي چارواکو د خبرو پیلیدو هڅو په تړاو زیات رپوټونه خپاره شوي، خو معلومه نه د چې دا خبرې څه وخت پيلیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي