برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان د کرکټ‌ ملي‌ لوبډلو ته دلار موندنې نوې تګلاره

آریانانیوز: په نویو شرطونو دا هم دی چې لوبډلو ته غوره کېدونکي لوبغاړي باید ۳۰۰ ورځې افغانستان کې دننه له کرکټ سره تړلی پاتې شوی وي.



د کرکټ بورډ د تخنیکي‌ څانګو مشر بشیر ستانکزي د لوبغاړو د غوراوي دکمېټې له غړو سره په ګډه په کابل کې د یکشنبې په ورځ (اګست ۵) دا تګلاره اعلان کړه .
ښاغلي ستانکزي وویل “د لوبغاړو د غوراوي منظورشوې پاليسي به تر دې وروسته په ټولو لوبغاړو عملي کیږي. که یو لوبغاړی غواړي ملي، الف، ایمرجينګ او ۱۹کلنو لوبډلو ته لار ومومي نو فټنس، ديسيپلین او د لوبې کولو وړتيا یې بايد د دغو معیارونو سره برابر وي.”
په دغو شرایطو کې یو دا هم دی چې ملي لوبډلو ته غوره کېدونکي لوبغاړي باید په افغانستان کې دننه په یوه کال کې شاوخوا ۳۰۰ ورځې د کرکټ سره تړلې پاتې شوي وي،‌ لوبې او تمرین یې کړی وي او د کلب، ولايت او زون مسول به يې له ريکارډ سره تاييدوي. پاسپورټ او تذکره هم شرط شوي‌ دي.
د کرکټ بورډ د لوبغاړو د غواري کمیټې مشر نوروز منگل دا موضوع پدې ویدیو کې شرحه کړې ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي