برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان جګړه مسخره بولي

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو سازمان د عمومي مشر سره د لیدنې پرمهال د افغانستان اتلس کلنه جګړه مسخره ووبله، خو د دې هیواد د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې ډیر کارونه په مثبت لوري روان دي.
د ټرمپ وویل: « زما په اند پدې وروستیو کې مونږ په افغانستان کې په ډیر ښه ډول پر مخ روان یو. هغه جګړه چې مونږ یې نه ختمیدونکې بولو. نولس کلنه جګړه. د جګړې کره موده نولس کاله ده. دا بدبختي ده. دا مسخره ده. اوس یو په زړه پورې دور دی.»
نوموړي د ناټو سازمان له مشر سره په سپنه ماڼۍ کې د خبري غونډې پرمهال، د افغان سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خوښي وښوده او په وینا یې په دغه هیواد کې مثبت ګامونه اخېستل شوي دي.
همدارنګه د ناټو عمومي مشر ینس استولتنبرګ ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې، دافغانستان د جګړې د پای ته رسولو او په دې هیواد کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
ډونالډ ټرمپ د ناټو د عمومي مشر سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال د ناټو تړون هیوادونو د افغانستان د جګړې لپاره د سیاسي حل لارې په برخه کې د ملاتړ په پار مننه وکړه او د ناټو غړو هیوادونو همکاري یې وستایله.
د ناټو عمومي مشر ولسمشر ټرمپ ته ډاډ ورکړ چې، د افغانستان د منازعې د سیاسي حل لارې په برخه کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.
د ناټو عمومي مشر ینس استولتنبرګ وویل: «اړینه ده چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره د سیاسي او سوله ییزې حل لارې لټولو په برخه کې د امریکا د هڅو ملاتړ وشي او زه اطمنان ورکوم چې مونږ پدې برخه کې د هڅو ملاتړ کوو.»
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره د ټیلفوني اړیکې په ترڅ کې د قطر خبرو د دوام اهمیت په اړه ټینګار کړی او هیله یې ښودلې چې د خلیل زاد هڅې له طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې ډیر فرصت رامنځته کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي