برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان او فلسطین د فوټبال سیالي مساوي پای ته ورسیده

آریانانیوز: د افغانستان او فلسطین د فوټبال ملي ټیمونه د یکشنبې د ورځې (اگست ١٩) په دوستانه لوبه کې مساوي شول.



د افغانستان او فلسطین د فوټبال د ملي ټیمونو دوستانه لوبه چې د افغانستان د خپاواکۍ د ٩٩ کلیزې په ویاړ د یکشنبې په ورځ په کابل وشوه، د دواړو ټیمونو د گول کولو د چانس سره سره صفر د صفر په وړاندې مساوي پای ته ورسیده.
پدې لوبه کې چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په لوبغالي کې وشوه د فلسطین ټیم د افغانستان د ټیم په پرتله د گول وهلو زیات چانسونه له لاسه ورکړل او هغه هم د افغانستان د کولکیپر عزیزي د ښه لوبې په برکت.
ددې لوبې د لیدلو لپاره په سلگونو مینه وال چې زیات شمیر کورنۍ هم په کې وې په ستدیو کې حاضر وو.
افغانستان په داسې حال کې ددې لوبې کوربتوب وکړ چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا دا هیواد د نړیوالو لوبو د کوربتوب نه منع کړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون یو چارواکي علي کاظمي دمخه رسنیو ته ویلي وو چې ددې لوبې په ښه کوربتوب سره “مونږ فیفا ته څرگندوو چې کولای شو ښه کوربه واوسو او د هغو پنځو هیوادونو د لست نه مو وباسي چې په خپل کور کې د فوټبال د بین المللي لوبو د جوړولو نه منع شوي دي”.
افغان ورزشي مفسر واصل وصال د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل “ددغه راز لوبو ترسره کول، کولای شي ددې زمینه برابره کړي چې افغانستان د نورو نړیوالو لوبو کوربتوب هم وکړي.”
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون یو چارواکي طاهر روفي د امریکا غږ ته وویل چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده چې د فلسطین ټیم کابل ته راغی او دا لوبه په پوره او جوش سره وشوه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دا دریم ځل و چې افغانستان او فلسطین سره لوبه وکړه چې په تیرو دوو لوبو کې یوه فلسطین گټلې وه او بله یې مساوي شوې وه.
د یادولو وړ ده چې نژدې پنځه کاله مخکې افغانستان د پاکستان د فوټبال د ملي ټیم کوربه و، هغه لوبه چې د افغانستان په گټه تمامه شوې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي