برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان او ازبکستان مشرانو د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ نن مازدیګر د ازبکستان له جمهوررئیس شوکت میرضیایف سره د دغه هېواد د جمهوري ریاست په کوک سرای ماڼۍ کې وکتل.


په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو د تاشکند بین المللي کنفرانس، د سولې پروسې، امنیتي او سیمه‎ییز اتصال په برخو کې د همکارۍ او دغه راز په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا او سیمه‎ییزوپروژو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه راز د دواړو هېوادونو مشرانو د مزارشریف-هرات اورګاډي پټلۍ د پروژې کاري پرمختګ او د افغانستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو لپاره د هغې پر اقتصادي ارزښت، د پلخمري برېښنا، د مېوو د صادراتو، سبزیجاتو او د ازبکستان له لارې قزاقستان ته د افغانستان د مرمر ډبرو د لېږد په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو اړوند مسوولینو ته یې لارښونه وکړه، ترڅو د نوري فایبر پروژې د کار د پیل په برخه کې چې دواړو هېوادونو پرې لا له وړاندې هوکړه کړې وه، اقدام وکړي.

د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او زیاته یې کړه، موږ د یوه بل په اتفاق په تاشکند کې د افغانستان په اړه د کنفرانس جوړولو نوښت وکړ او هیله ده سبا به د هغه په جوړولو سره ښې لاسته راوړنې هم ولرو.

هغه په ټینګار وویل، باثباته او هوسا افغانستان د ازبکستان په ګټه دی او څرګنده یې کړه چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو موافقتنامو د تطبیق، څارنې او چټکولو په اړه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړي دي.

جمهوررئیس غني د افغانستان په اړه د تاشکند بین المللي کنفرانس د کوربه توب او د دغه هېواد د حکومت او خلکو له لوري د افغان پلاوي د ښې مېلمه پالنې د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا په ځانګړي ډول په سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو ټینګار وکړ.

جمهوررئیس وویل: هر ځل چې زه ازبکستان ته سفر کوم او د ازبکستان پلاوي افغانستان ته راځي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې اړیکې جوړیږي او زموږ ګډې ګټې لا زیاتېږي.

د هېواد جمهوررئیس د سیمې د هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې سیمه‎ییزه اجماع مهمه وبلله او د سیمه‎ییزه همکاریو او هېوادونو د اتصال په برخه کې یې د ازبکستان حکومت په ځانګړي ډول د جمهوررئیس میرضیایف هڅې وستایلې.

د هېواد جمهوررئیس وویل: سبا چې ستاسې، د ازبکستان حکومت او ملت په نوښت د افغانستان په اړه د تاشکند کنفرانس جوړېږي، یوه تاریخي ورځ به وي او هیله لرم چې د ازبکستان دا ابتکار د تلپاتې سولې زمینه او د سیمه‎ییزې اجماع لپاره د ثبات شرایط برابر کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array