برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د افغانستان اتلس کلنه خونړۍ جګړه بايد ختمه شي

آریانانیوز: د امریکا «هېومن ايونټ» په نوم څيړنيز مرکز د افغانستان اتلس کلنې جګړې او د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو په اړه مفصل مطلب ليکلی دی
د څيړنيزې مقالې ليکوال مارک ايویريټ وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د نهايي کېدو په درشل کې وې، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره خبرې لغوه اعلان کړې او په کمپ ډيويډ کې يې له طالبانو سره خپل ملاقات هم کينسل کړ
د ليکوال په وينا د ټرمپ دې پرېکړې ته په امريکا کې بېلابېل غبرګونونه وشول، چې ځينو سناتورانو لکه اډم کينزر يې ملاتړ وکړ او زياته کړې يې وه، چې د امریکايي عسکرو وژونکي بايد د امريکا پر ځمکه قدم ونه وهي، خو ديموکرات سناتور باب مينیډیز په خپل غبرګون کې ويلي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو لغوه کول د ټرمپ ادارې د بهرنۍ تګلارې يوه نمونه ده، چې په سټراټيژي نه ده ولاړه، بلکې د ټرمپ په شخصي خواهشاتو او هيلو ولاړه ده
ليکوال وايي، امريکا په افغانستان کې له تېرو اتلسو کالو راهيسې په جګړه اخته ده، خو د جګړې د پای څرک نه ښکاري او نه هم څوک د بريا ژمنه کولی شي
د مارک ايويريټ په وينا دغه جګړه ورځ تر بلې خونړۍ کېږي، هر کاله په کې سلګونه امریکايي عسکر وژل کيږي او له مالي پلوه پر دې جګړه هر کال ۵۲ ميليارده ډالره لګښت راځي او ټولو بده يې لا دا ده، چې د جګړې تر ټولو زيات قربانيان ملکي افغانان دي
هيومن ايونټ څېړنيز مرکز وايي، ولسمشر ټرمپ بايد خپله ټاکنيزه ژمنه پر ځای کړي او د افغانستان جګړه پای ته ورسوي
د ليکوال په وينا ټرمپ د افغانستان جګړه د امريکا لپاره له مالي او ځاني پلوه تاواني بللې وه او ژمنه يې کړې وه، چې د بريا په صورت کې به دغه جګړه پای ته رسوي او خپل پوځيان به بېرته خپلو کورونو ته راستنوي، خو کله، چې ټرمپ واک ته ورسېده، افغانستان ته يې د جګړې لپاره درې زره اضافي عسکر ولېږل او هلته د پرتو يوولس زرو عسکرو سره د امریکايي پوځيانو شمېر څوارلس زرو ته ورسېده
هيومن ايونټ څېړنيز مرکز وايي، د جګړې زياتېدو سربېره هم امریکا کوم پاموړ پرمختګ نه دی کړی او نه هم د بريا کوم څرک ښکاري
په دغه مقاله کې راغلي، چې امریکا بايد دغه اتلس کلنه جګړه له طالبانو سره د سوله‌ ييزو خبرو له لارې ختمه کړي او خپل عسکر بېرته خپلو کورونو ته راولي.

شریک یي کړئ!