برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اشغالګرو د شکست نغارې

آریانانیوز: په دې ورځو کې په نړیوالو مطبوعاتو کې چې د افغانستان په اړه تبصرې کیږي نو زیاتره لیکوال په یو نه یو ډول ورسره د امریکایي اشغالګرو د شکست او له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ایستلو خبره هم یادوي. په دې لیکنه کې د یو شمیر غربي معتبرو رسنیو او مبصرینو ځینې تبصرې را اخلو چې له افغانستانه د اشغالګرو د خروج خبرې له ځان سره لري.


احمد رشید که څه هم پاکستانی لیکوال دی خو په غربي دنیا کې د افغانستان د چارو مخکښ متخصص بلل کیږي. نوموړي د اګست د میاشتې په اتلسمه نیټه په یوه وتلې امریکایي رسنۍ (نیویارک ریویو) کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې چې عنوان یې له ځان سره یو کتاب خبرې لري. احمد رشید خپلې مقالې ته عنوان ورکړی ( په کابل کې سایګون تکراریږي)
سایګون د جنوبي ویتنام پایتخت و، هغه ویتنام چې امریکایانو په کې یوه لسیزه د ملي مبارزینو پر وړاندې سخته جګړه وکړه او تر پنځوس زره ډیر پوځیان یې په کې تلف شول. خو په پای کې ویتنامي مقاومت کوونکو په یو ناڅاپي حمله سایګون ښار ونیو، او امریکایي مشاورینو د خپل سفارت له انګړ څخه د څرخکو په پرواز ایله ځانونه ژوندي وایستل.
احمد رشید وایي د طالبانو سږنۍ توپاني حملې، د کابل د حکومت لړزانده اراده، د حکومتي تلفاتو لوړه کچه او د جګړې د تدوام په اړه د امریکایانو بي صبري د دې علامې دي چې په کابل کې یې د سایګون د پیښې تکرار ممکن کړی دی.
بنیامین هاپکینز د افغانستان د چارو امریکایي کارپوه دی چې فی الحال د امریکا په جورج واشنګټن پوهنتون کې د تاریخ او نړیوالو چارو استاد دی. نوموړي د Insider Business په نوم نشریې ته په خبرو کې هم د افغانستان موجوده وضعیت د ویتنام له حالاتو سره ورته بللي دي. نوموړي ویلي د امریکا د اوسنیو سیاسیونو چلند هم د ویتنام د جګړې د مهال د چارواکو په شان دی چې خپلې غلطۍ نه مني او خلکو ته دروغ وایي، تر دې چې د سایګون د سقوط په شان فاجعې د دوی له قابلیت او فهم څخه پرده پورته کړه. نوموړي زیاته کړې د افغانستان جګړه چې د امریکا لپاره تر ټولو اوږده او پُر مصرفه جګړه ده، که څه هم تراوسه موږ نه ده بایللې، مګر د بایللو په حال کې یو.
د امریکا د شکست د نغارو په لړ کې د ماتې یوه بله نغاره د واشنګټن مانتلي په نوم امریکایي میاشتنۍ نشریې ډنګولې ده. له واشنګټنه د «واشنګټن میاشتنۍ» خپرونه په تازه مطلب کې لیکي، چې امریکايي ځواکونه باید نور له افغانستانه پښې سپکې کړي.د سرچینې په وینا په نږدې اتلسو کلونو کې امریکایان ونه توانېدل چې په افغانستان کې وضعیت بدل کړي، ښه به دا وي چې ځانونه را ټول کړي.خپرونه وړاندې زیاتوي، ډونالډ ټرمپ، پنټاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید نور پر دې غور وکړي چې څنګه دا جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه را وباسي.واشنګټن مانتلې؛ دا هم لیکلي چې په اتلس کلونو کې امریکایانو او د هغوی افغان همکارانو ګڼې قربانۍ ورکړې، خو پایله يې بریا را ونه وتله.دې سرچينې هم د نورو ګڼو رسنیو په څېر امریکايي مشران پر دې ملامت کړي چې خپل ولس ته د جګړې اصلي معلومات نه ورکوي.
د المان مشهورې مجلی شپيګل بیا د سبتمبر د میاشتې د اتمې نیټه په ګڼه کې د المان مشهور څيړونکي«کلاوس من» څېړنيزه مقاله خپره کړې او په دغه مقاله کې افغانستان کې د امريکا اوولس کلنې جګړې په اړه بحث شوی دی.
په دغه مقاله کې راغلي، چې د اوولس کلنې جګړې سربېره طالبان د بري په درشل کې دي، امریکا د پخواني شوروي اتحاد په برخليک اخته کېدونکې ده او افغان حکومت فاسد دی، د مخدره موادو قاچاق او کرهنه د پخوا په پرتله تر ټولو زياته ده.
د شپېګل په باور امریکا هم د پخوانۍ برتانيې او روسيې پر پله روانه ده، په خپلو تګلارو کې هېڅ بريا نه ويني او پر افغانستان د بريد پر مهال يې ځمکني حقايق سم نه و ارزولي او پر ځان يې له اندازې زيات باور کړی و، چې پایله يې اوس ټولو ته روښانه ده.
د کتونکو په نظر په افغانستان کې د امریکایانو د شکست په اړه د غربي رسنیو دغه خبرې او د رایو اتفاق تصادفي نه دی. بلکې اوس ټول دې نتیجې ته رسیدلي دي چې بهرني اشغالګر په افغانستان کې د بریا مخ نه شي لیدلی. دغه جګړه چې امریکایانو اوولس کاله غځولې، د دې په ځای چې بریا په کې ترلاسه کړي، لا نور ورسره جهادي مقاومت پیاوړی، پراخ او اولسي شوی دی، چې ماتیدل یې ناممکن شوي دي. نو ځکه اوس ټول د چارو ماهرین په دې نظر دي چې باید امریکایان له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي.
خالد افغان زوی

شریک یي کړئ!