برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اریانا افغان هوايي شرکت پېلوټ په غلطۍ د خطر زنګ وواهه

آریانانیوز: تېره ورځ (شنبه، ۱۹لړم) د هند په هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت یو پېلوټ په غلطۍ د خطر زنګ وواهه، چې له امله يې هوايي ډګر محاصره شو.



د دې شرکت الوتکې غوښتل چې کندهار ته پرواز وکړي، خو پېلوټ د تښتونې د خطر زنګ وواهه او هندي ځواکونو دوه ساعته دا ډګر محاصره کړ.
هندي رسنۍ وايي، دې الوتکه کې ټول ۱۳۳ مسافر سپاره و، چې د خطر له زنګ سره له هوايي ډګره دوه ساعته وروسته د پرواز اجازه ورکړل شوه.

هندوستان کې نږدې نولس کاله وړاندې د ۱۹۹۹ز په ډسمبر کې یوه الوتکه وتښتول شوه، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې کندهار کې کوزه شوه او مسئله يې د امارت په منځګړیتوب حل شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي