برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اردو عسکر خپل قومندان او دوه ملګري وژلي

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د هلمند په لشکرګاه ولسوالۍ کې یو تن عسکر د پوستې قومندان او دوه ملګري وژلي او نېغ طالبانو ته ورغلی.


طالبان وايي، بریدګر د دوی نفوذي ملګری و، چې په برید کې يې قومندان کاظم او د هغه دوه ساتونکي وژلي او له ځان سره يې څو مېله سپکه او درنه وسله هم ور وړې ده.
د سرچینې په وینا پېښه تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ د نهر سراج په وزیرو مانده سیمه کې د لويې لارې پر سر یوه پوسته کې شوې ده.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم یاد ولایت کې قومندان عابد او یو تن عسکر د نفوذي بریدګر له لوري ووژل شول، د لغمان مهترلام کې بیا یو عسکر خپل شپږ ملګري سلامت طالبانو ته سپارلي او فراه کې د پوستې قومندان جیلاني او درې پولیس د یو پولیس له لوري وژل شوي دي.
طالبانو پخپلو وروستیو رسمي بیانونو کې پر خپلو نفوذي سرتېرو غږ کړی و، چې د ملکي تلفاتو په انتقام کې نفوذي بریدونه پیل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي