برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اربکيانو وتلی قوماندان عزيزالله کاروان ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت تاييد کړه چې عزيزالله کاروان نن د کابل په دريم مکرويانو کې د نامعلوه وسله والو لخوا ووژل شو. قومندان عزیزالله په فردوسي پارک کې له خپلې کورنۍ سره ماښام په تفريح بوخت وو چې وسله والو پرې بريد وکړ. تر دې مخکې راپور ورکړل شوی وو چې يو نفر د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې په پايله کې وژل شوی. طالبانو د قومندان عزيزالله د وژنې پړه پرغاړه اخيستې. مخکې له دې چې حکومتي چارواکي د دغې پېښې تاييد وکړي، لومړی طالب سرچينو د عزيزالله د ترور راپور ورکړی و.
عزيزالله کاروان په لويه پکتيا سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د صفر يو قطعې قومندان او په دولت پلوه امنيتي چارواکو کې تر ټولو نوموتی او بانفوذه شخص و. هغه د طالب جنګياليو پر ضد له ډول ډل ظالمانه تکتيکونو په کارولو پېژندل شوی و.
حکومتي چارواکو د هغه وژنه د امنيتي سکتور لپاره غټه ضايعه ګڼلې ده. د يادونې وړ ده چې نوموړی قومندان د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو لخوا د بشري حقونو پر جدي سرغړونه تورن وو.
قومندان عزیز الله
قومندان عزیز الله په ۱۹۸۰ کې د پکتیکا په ارګون کې زیږیدلی. په قوم تاجک او په ۲۰۱۴ کې په ارګون کې د اربکیانو مشر وټاکل شو.
د ملګرو ملتونو راپورونه چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کې تیار شوي، عزیز الله یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی. بشري حقونو د څار اداره وايي چې عزیز الله په عملیاتو کې غلاوې کولې، ماشومان یې نیول او شکنجه کول او په عملیاتو کې یې قصدا د ماشومانو په شمول ملکي وګړي وژل.
د عزیز الله جنایتونو له منځه بشري حقوقو د څار ادارې لیکلي چې په ۲۰۰۹ز کال کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په نظام خیل سیمه کې ۹ بې ګنا خلک ونیول چې ۳ یې ماشومان و او عمرونه یې له ۶ تر ۱۰ کلونو پورې وو. عزیز الله دغه ټول بې ګناه کسان ووژل.
همدا راز يې د برمل ولسوالۍ په جنوب کې ۳ ملکي وکړي د طالبانو په تور ونیول او د نومبر په ۳۰مه (۲۰۰۹ز) کال یې ووژل.
راپور وايي چې د قومندان عزیر الله ملګرو په ۲۰۰۹ سپټمبر/اکتوبر کې په برمل ولسوالۍ ۳ کسان احمد ګل، ورور یې عمر خان او یو بل تن چې په پټیو کې یې دهقاني کوله، ووژل.
عزیز الله نه یواځې د دغو کسانو په وژنه اکتفا ونه کړه بلکې مړي یې په موټر پسې وتړل او د یادې ولسوالۍ مارګ منډيي بازار پورې کش کړل. همدا راز یې اته ورځې کورنیو ته ورنه ورکړل تر هغې چې د مړو جسدونه نور خرابېدل پیل کړل نو دوی بیا جسدونه کورنیو ته وسپارل.
ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړي چې عزیز الله خپلسري نیول، پر هغوی ظلم کول، خپلسري وژنې او محاکمې او ماشومان یې په زور د عسکرو په لیکو کې اچول.
عزیز الله په ۲۰۱۲ جون کې یوازې له یوې کورنۍ څخه په عملیاتو کې نېږدې ۲ میلیونه افغانیو په اندازه پیسې او سره زر غلا کړي وو. وروسته یې د دغې کورنۍ غړي بندیان کړي وو او له ۳۳ ورځو وروسته يې د ۲۵زره کلدارو په بدل کې خوشې کړل.
بشري حقونو د څار ادارې نور هم دې ته ورته د خلکو مرکې په خپل راپور کې یادې کړي چې عزیز الله بې ګناه ملکي وګړي نیول، زندان ته یې اچول او وروسته یې د پیسو بدل کې خوشې کول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي