برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیوې سیمه ییزی راډيو گردېز عږ مسؤول ووژل شو

آریانانیوز: د ګردیز غږ راډیو خپرونو مسول امین الله امیري وایي نادر شاه صاحب زاده، د جمعې په ماښام (د چنګاښ په ۲۱مه) نادرکه او نن شنبه (د چنګاښ په ۲۲مه) یې مړی د مرکز ګردېز اړوند پیر باغ سیمه کې موندل شوی دی.



امیري زیاتوي، نادرشاه صاحبزاده په ګردېز غږ راډیو کې د ادبي خپرونو چلونکی وه او په خبره یې کومه شخصي دښمني یې هم نه لرله.
د پکتیا امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم ویلي چې د پیښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې.
دا لومړی ځل دی چې په پکتیا کې د یوې سیمه‎ییزې رسنۍ کار کوونکی وژل کېږي، خو د افغانستان خبریالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ د شمېرو له مخې په روان ۱۳۹۸ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د رسنیۍ ۶ تنه خبریال او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!