برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیارلس داعشیان له دولت سره یو ځاې شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي: تیره شپه د افغانستان د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت د وټه پور په ولسوالۍ کښې عملیات تر سره کړي چې په کښې لس تنه داعش ترهګر وژل شوی او د هغوي د وسلو او مهماتو یوه زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.
د کونړ د والي ویاند وویل چې په دغو عملیاتو کښې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلې.
وټه پور د کونړ مرکز اسدآباد ته نږدې پرته ولسوالي ده چې د داعش ترهګرې ډلې شتون په کښې د دغه ولایت د نورو سیمو په پرتله پراخ دی.
بل پلو ویل کیږی چې په کونړ ولایت کښې په زنداني مشهور د عبدالقیوم په مشرۍ د داعش وسله والو دیارلس کسیزه ډله د دولت د سولې له پروګرام سره یو ځاې شوې او خپلې سپکی او درنې وسلې یې ځایي چارواکو ته سپارلې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي