برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دکورونا له کبله له بشري ناورین سره مخامخیدا

آریانانیوز: درسندویود راپورپه اساس سور صلیب وایي، په افغانستان کې د کوروناویروس ډېر چټک خپریږي او کیدلې شی داهیواد له بشري ناورین سره مخامخ شي.
سور صلیب ویلي دي چې د مۍ په میاشت کې په افغانستان کې د کورونا ویروس پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي او افغانستان د کوروناویروس د نمونو د ټست لږه وړتیا لري او دا پدې معنی ده چې زیات خلک د معاینې او تشخیص نه پاتې کیږي.
نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.ددغه سازمان په وینا دې کار افغانستان د بشري ناورین سرحد ته نژدې کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي