برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دکندهارولايتي شورا مشاورو وژل شو

د کندهار د ولايتي شورا مشاور حاجي ميرويس په کندهار ښار کې د غلچکي بريد په ترڅ کې وژل شوی.


پېښه د کندهار ښار عیدګاه دروازې د شورمانو په سيمه کې نن مازديګر مهال را منځته شوې.
حاجي ميرویس چې په بريتور بريالي هم پېژندل کېده د وژلو پړه يې طالبانو په غاړه اخيستې.
طالبان وايي د دوی بريدګر توانېدلي چې حاجي میرويس په خپل حمام کې په نښه کړي او همداراز له سيمي په وتو بريالي شي.
حاجي ميرويس له دې سره سره چې د ولايتي شورا مشاور وو په کندهار کې د ملي امنيت فعال غړی هم بلل کيده.
په دې وروستيو کې د کندهار لوړ پوړو دولتي چارواکو د طالبانو د غلچکي بريدونو د مخنيوي په موخه د امنيتي حوزو قومندانان يوې او بلي حوزې ته بدل کړي خو لا يې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي : داسي ورځ نه تيريږي چې په ښار کې دي د غلچکي بريد کوونکو له لوري امنيتي ځواکونه نه وي په نښه شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي