برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دپاکستان له حکومت څخه د امریکا د ولسمشر غوښتنه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس دپاکستان لومړی وزیر وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر په یوه لیک کې ورځینی غوښتی دی ، په افغانستان کې دې له طالبانو سره دسولې دخبرواترو په باب دکابل له حکومت سره مرسته وکړی .


دپاکستان لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کې دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، دامریکا ولسمشر ډونالډترمپ په دغه لیک کې داسلام اباد له حکومته غوښتی دی ، دافغانستان دحکومت او طالبانوډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو په باب رول ولوبوی .
هغه په دې په ټینګار سره چې دټرمپ د پاکستان ضد وروستیو خبرو امریکا داسلام اباد غوښتنو منلو ته مجبور کړی دی،وئیلی دی،اسلام اباد له واشنګټن سره د متقابل احترام په اساس،دبرابرو اودوستانه اړیکو جوړول غواړی .
عمران خان ته دټرمپ لیک په داسې حال کې دی چې په ځلونو دامریکا چارواکو منلې ده،دافغانستان په جنګ کې سټراټژۍ ماته خوړلې ده او په دغه هیواد کې د جنګ د ختمیدا او دامنیت دتامینیدا یوازینۍ لاره له طالبانوډلې سره خبرې اترې دی .
دامریکا ولسمشر له پاکستانه له طالبانو ډلې سره دافغانستان دحکومت د سولې د خبرواترو له احیاء سره درستې غوښتنه په داسې حال کې کړې ده ، چې په تیرو دوو کلونو کې سپینې ماڼۍ له ترهه ګرۍ په ملاتړ دپاکستان په تورنولو ا و له دغه هیواد سره دمالی اوپوځی مرستو د غوڅولو په ګواښلو سره په دوواړخیزو اړیکو کې تاؤتریخوالی تر پام وړ پورې زیات کړی دی ، او دا داسلام اباد په ضد دیرغلیزو دریځونو په وړاندې د واشنګټن دشاتګ ښودنه کوی .
البته د امریکا په داخل کې تل په سیمې په تیره بیا په افغانستان کې له افراط پالنې او ترهه ګرۍ په ملاتړ دپاکستان د تورنولو له لارې له دغه هیواد سره د تآؤتریخوالو د ژورتیا په باب او همداراز دنیابتی جنګونو د راپوته کولو په باب تل دسپینې ماڼۍ په سیاستونو دنظرونو اختلافات شته دی .
دامریکا په بهرنی سیاست کې له هندوستان سره دملګرتیا پیاوړتیا او له پاکستانه دلیرې کیدا دمخالفانو له نظره ، په سیمې کې د سپینې ماڼۍ په پروګرامونو کې داسلام اباد کارړنګونې د دغه سیاست دغوره کیدا هغه خورا مهمې نتیجې دی ، چې په سیمې او افغانستان کې دامریکا سترې ګټې له خطرې سره مخامخ کوی .
البته د روسیې او چین پشمول د امریکا له سیالانو سره دسټراټژیکو ملګرتیاؤ پراختیا ته د پاکستان کاږل به پر اسلام اباد د دباؤ په زیاتولو کې دسپینې ماڼۍ دسیاست نتیجې وې ، چې په تیرو میاشتو کې ئې جدی نښې نښانې رابرسیره شوی دی .
دسیاسی چارو یو کارپوه احمد سعیدی وائی ، دپاکستان موخه دا ده چې امریکا ته وروښئ، که تاسو له مونږسره سازباز نه کوئ ، او دمونږ ضرورتونه نه پوره کوئ ، نو مونږ هم مجبوره یوو خپلو حریفانو ،یعنی روسیې اوچین ته د دوستۍ لاس وراوږد کړو .
دغه ګمان مطرح دی ، چې په بهرنی سیاست کې د ټرمپ له یرغلیز سیاست سره سره،البته دامریکا ولسمشر د افغانستان په دوسیې کې په موجوده تنګڅې کې د راتلو په دلیل له پاکستانه،په افغانستان کې دسولې له بهیر سره د مرستې غوښتنه کړې ده .
څه موده مخکې دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی، په افغانستان کې د سولې او جنګ په موضوع کې دملګرتیا په وړاندې له امریکا د خپل هیواد تمې اوغوښتنې مطرح کړې وې ، چې په دغو شرائطو کې ممکنه ده له طالبانو سره د کابل د سولې له خبرواترو سره داسلام اباد د مرستې لپاره د ټرمپ غوښتنه د شاه محمود څرګندونو ته یو ځواب وی .
دپاکستان خارجه وزیر وئیلی وو،که امریکاغواړی چې پاکستان د افغانستان دامنیت په تامینولو کې مرسته وکړی،نو سپینه ماڼۍ باید پر اسلام اباد د هندوستان د دباؤنو خنډ شی .
په افغانستان کې دامنیت اوثبات دتامینولو په بهیر کې داسلام اباد دملګرتیا په وړاندې له امریکا د دغه هیواد د تمو په باب ددغه هیواد دخارجه وزیر څرګندونې ښئ چې دپاکستان نوی حکومت ، په تیرو چوکاټونو کې له سپینې ماڼۍ سره دملګرتیا دوام ته تیار نه دی . داسې ښکاری، په افغانستان کې د سولې له بهیر سره دمرستې لپاره له پاکستانه د ډونالډټرمپ غوښتنه ، په سیمې کې له واشنګټن سره دملګرتیا په بدل کې داسلام اباد وروستیو تمو ته دسپینې ماڼۍ دمثبت ځواب نښه ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي