برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ديوی دولتي قومندان وژل کیدا

آریانانیوز: دیوراپورسره سم طالبانو په تخار ولايت کې د امنيتي ځواکونو په دوو قرارګاوو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې د يو دولتي قومندان په ګډون ۲۱ عسکر وژلي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه يې د تخار ولايت خواجه بهاء الدين ولسوالۍ په لاله ګذر سیمه کې په دوو دولتي قرارګاوو بريدونه وکړل او د قومندان عيسی په ګډون يې ۲۱ دولتي عسکر ووژل.
مجاهد وايي چې په دې بريدونو کې يو شمير دولتي عسکر ټپيان شوي هم دي او یو شمير وسلې او مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي دي.
بل لور ته بيا د تخار سيمه ييزو مسوولينو ويلي دي چې طالبانو د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د ملک احمدتاتار په کور بريد کړی چې په نتيجه کې یې ۱۴ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي. د تخار د والي وياند ويلي دي چې طالبانو يو شمير اربکيان هم ژوندي له ځان سره بېولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي