برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوه ملکيان وژل او جومات یی نړول

آریانانیوز: امريکايي او دولتي عسکرو يو ځل بيا د ميدان وردګ ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکيانو پر کورنو چاپې وهلې، دوه ملکيان يې وژلي، د کلي جومات يې د قرانکريم له نسخو سره سوځولی او څلور کليوال يې ژوندي بيولي دي
د سیمې يوه اوسېدونکي خبريال فضل من الله قاضي ويلي، ګډو عسکرو د انجينر عصمت امانزي پر کور بمبار کړی، د هغه ورور او ماما يې وژلي دي
د سيمې نور اوسېدونکو هم ويلي، چې ګډو عسکرو د ملکيانو کورونه په نښه کړي او يو جومات يې هم ويجاړ کړی دی
طالبانو هم په جغتو کې د ګډو عسکرو عمليات غندلي او د ملکيانو وژل يې جنګي جنايت بللی دی
وړمه ورځ هم ګډو عسکرو د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال شپږ ملکيان وژلي وو
د ګډ حکومت له پيله په هېواد کې د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، نږدې هره ورځ د ميدان وردګ په شمول د هېواد په ګڼو سيمو کې ګڼ شمېر عمليات کيږي، چې ډېری قربانيان يې ملکيان وي، خو حکومت تل ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې طالبان او د هغوی خواخوږي په نښه کړي دي.

شریک یي کړئ!