برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دوه تنه امریکایی عسکر وژل شول

آریانانیوز: د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، دوه امریکايي سرتیري یې پرون د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.


د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي او د وژل شویو سرتېرو د نومونو یادونه هم نه‌ده شوې.
سره له دې چې افغان طالبانو له امریکايي چارواکو سره د سولې خبرې پیل کړي، خو په افغانستان کې دننه تاوتریخوالی دوام لري.
د دواړو لورو ترمنځ څو ورځې مخکې د سولې وروستۍ پړاو خبرې د کوم توافق پرته پای ته ورسېدې، خو دواړو لورو وویل چې پرمختګونه په‌کې شوي دي.
په افغانستان کې د دې دوو امریکايي سرتېرو په وژل کېدو د ۲۰۱۹ میلادي کال په تېرو څو میاشتو کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۴ تنو ته ورسېده او د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې په افغانستان کې د وژل شویو سرتېرو شمېر له دې سره ۶۵ کسانو ته رسیدلی دی.
د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت تر مشرۍ لاندې دا مهال افغانستان کې ۱۷۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي چې تر نیمايي زیات یې امریکایان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي