برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دولسي جرګې یو نوماند په بمي چاودنه کې ووژل شو

آریانانیوز: د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي رسنیو ته ویلي چې اسدالله ماشوری د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.


د عزيزي په وينا، چسپکي ماين د هغه په فلډر موټر پورې نښلول شوی و او په چاودنه کي خپله ماشوری وژل شوی او یو بل لاروی ټپي شوی دی.
تر اوسه د بريد مسؤليت چا په غاړه نه‌دی اخيستی.

شریک یي کړئ!