برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دوسله والو کسانو برید د هرات پر شپږمې امنیتي حوزې

آریانانیوز: د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي دغو وسله والو کسانو پر امنیتي سرتیرو باندې له ډزو وروستهد هرات په "پل رنگینه" سیمه کې شپږمې امنیتي حوزې ته ننوتي دي.


ښاغلی فرهاد وایي د شپږمې امنیتي حوزې پر لور ټولې ارتباطي لارې د امنیتي ارگانونو له لورې تړل شوي او په ډزو کې تر اوسه دوه ترهگر وسله وال وژل شوی دی.
د هرات د والي ویاند همداشان وایي چې په سیمه کې د امنیتي قواو گډ عملیات تصفیوي روان دي.
پدې ترڅ کې د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر عارف جلالي وایي تر اوسه د پنځو تنو مړي چې په کې یو ماشوم او دوه پولیس سرتیري شامل دي، دې روغتون ته انتقال شوي دي.
ډاکتر جلالي همداشان د یو ملکي وگړي د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.
تر اوسه ددې پیښې په اړه زیات جزییات ندي په ډاگه شوي، او د هرات ولایت مقاماتو رسنیو ته معلومات ندي ورکړي.
شپږمه امنیتي حوزه د هرات ښار په مرکز کې د والي دفتر ته نژدې پرته ده.

شریک یي کړئ!