برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دهیوادپه ختیځي ولایتونوکې دکروناویروس له امله د مړودشمیر زیاتیدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د کونړ ولایت د عامی روغتیا د پخوانی مشر ډاکتر اسدالله فضلی په مړینې سره دکرونا ویرسو له مله د مړو شمیره زیاته شوه .
د کونړ دوالی ویاند عبدالغنی مصمم وایی ډاکتر فضلی چی اوسمهال یی په دی ولایت کی د ګوزڼ واکیسنو د پروګرام دهمغږۍجاری پر مخ بیولی ،له تیری یوی اونۍ راهیسی پر کرونا ناروغۍ اخته او دعامی روغتیا په روغتون کي بستري ؤ چې نن سهار د همدغې ناروغۍ له امله په روغتون کی ومړ .ویل کیږی دډاکټر فضلي دکورني څو غړي هم پر دی ناروغۍ اخته شوي دي . د ننګرهار د عامی روغتیا
ریاست ویاند ډاکتر ظاهر عادل وایي دکونړ ولایت د عامی روغتیا دپخوانی مشر په مړینې سره سره په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس له امله د مړوشمیر شپږ تنو ته ورسید. بلې خوا په ختیزو ولایتونوکې د کرونا ویروس د مثبتو پیښود ډیریدو اندیښنه هم مخ په زیاتیدو ده دا مهال تر شپیتو زیاتې مثبت پیښی ثبت شوي خو چارواکی وایی د قرنطین لپاره د وضع شویو شرایطو ته د ښاریانو نه پاملرنه دا اندیښنې نوره هم زیاتوي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي