برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دهرات له بنده په لسګونو کسان خوشی شول

آریانانیوز: له ایرانه هرات ولایت ته منتقل شوی کابو سل بندیان د ولسمشر اشرف غنی په حکم سره خوشی شوی دی .


راپورښئ د هرات دبندونو د مطبوعاتی برخې مسئول کبیر سیار په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، هغه نوی فی صدی افغان بندیان چې خوشی شوی او په هغو کې څلور میرمنې هم ترسترګو کیږی ، په ایران کې د نشه ایزو موادو دقاچاق په تور نیول شوی او بندیان شوی وو.
د ۲۰۱۸کال له مارچ راهسې د روان کال ترمارچ میاشت پورې په ایران کې نیول شوی کابو شپږ سوه پنځوس افغان بندیان له ایرانه افغانستان ته منتقل شوی او دهرات په بندونو کې ساتل کیږی .
په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹کلونو کې دایران او افغانستان ترمینځ د بندیانو د بدلولو موافقه لاسکلیک شوې ده . ددغې موافقې په اساس ، ایران او افغانستان ایرانی اوافغان بندیان خپلو هیوادونو ته منتقل کوی څو دهغوی د محاکمه کیدا دوام پخپل هیواد کې تیر شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي