برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دمسکودسولی دناستی په اړه دروسی دسفارت اعلامیه

آریانانیوز: په کابل کی دروسی سفارت دمسکو دسولی دناستی په اړه مطبوعاتی اعلامیه خپاره کړه.


په کابل کی دروسی سفارت ویلی. دمسکوناسته دافغانستان حکومت دسیاسی اووسلوالو مخالفینوپه مینځ کی دروسی دحکومت په غوښتنه نه ترسره کیږی .
په کابل کی دروسی سفارت په یوه اعلامیی کی ویلی دی.دغه ناسته په هغه هیواد کی دځینو افغان میشتوپه نوښت سره ترسره کیږی.اودروسی حکومت په هغه کی هیڅ رول نه لری.
په کابل کی دروسی سفارت همدرازوویل.چی دمسکوپه ناسته درروسی هیڅ حکومتی چارواکی اوهمدرازدبل کوم هیواد پلاوی ګډون نه کوی. په دا ورستیوکی ځینی رسنیو اعلان کړه .چی روسی به دطالبانوسره دافغانستان سیاسی ګونډونوناسته ترسره کړی.
دافغانستان سیاسی ګونډونواوطالبانواستازودغی ناستی ته بلنه شوی ده .
په قطرکی دطالبانودسیاسی دفترویاندیوسهیل شاهین دمسکوپه ناسته کی دافغانستان دسیاسی ګونډونوخبرواترولپاره ددغی ډلی داستازی شتون هم تائید کړی دی.
چی دغه موضوع زمونږدهیواد دچارواکو دغبرګون سبب شوی. ددی لپاره چی ددغی ناستی دترسره کولوپه اړه دافغانستان دحکومت سره هیڅ سلامشوری نه دی شوی.
زمونږدهیواد دبهرینووزارت ټنګارکړی دی. که چیری روسی دافغانستان دسولی دبهیردمرستی پسی دی. بایددطالبانوسره دافغانستان دحکومت دخبرواتروشرایط رامینځته کړی.
دبهرینوچارووزارت ویاندیوصبغت الله احمدی وویل. چی دافغانستان حکومت په هیځ ناستی کی ګډون نه کوی. چی دسولی سره مرستی ونکړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي