برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دفغانستان دطبیعی ځیرمو څخه دآمریکا ګټه اخستل

آریانانیوز: دشپږوکلنوراپه دی خوا آمریکایان په افغاانستان دطبیعی ځیرموداستحصالولواوانتقالولو په حال کی دی اوحتی یهرته دډبرودسکرو داستولوهڅه کوی .


دخواښنی وړده چی په ارګ کی ځینی چارواکی دپیسی په اخستلو چوپتیا غوړه کړی دی اویواځی ددغه دمسئلو په وړاندی کتونکی دی.
داولسمشر په ارګ کی ځینی باخبره سرچینی وایی چی اوسمهاله هغه سیمی چی دداعش اود طالبانو په واګ ورغلی دی. آمریکایانو دهغوی سره اړیکی نیولی اوپه مالی ملاتړ سره له هغوی نه غوښتی دی . چی په هغوسیموکی موجودمعدنونه استخراج کړی اوله افغانستان څخه بهرته وړلولولپاره هغوی ته وسپاری .
دیادلو وړده چی پوځی باری الوتکی مدام له هوایی ډګرونو څخه چی حکومت پرهغوی کومه څارنه نه لری استخراج شوی معدنی مواد له هیوادڅخه خارجوی اوپلوری .
دځینو راپورونو په اساس هغه معدنونه چی دآمریکایانو له خوا استخراجیږی دلاجورد معدن ؛ دعینکودمسومعدن ؛ دزمرودومعدن ؛ دسروزرومعدن ؛ دیاقوتومعدن ؛ په هرات
اوهلمندکی دګیسومعدن ؛ دګرانبیوډبرومعدن ؛ دحاجیکک معدن ؛ په بدخشان اوغزنی کی دسروزرومعدن ؛ په هلمند کی داورانیونومعدن ؛ د لوګرپه حصارک اوعزنی کی دکرومیت معدن اوپه هرات کی دتیتانیوم اوداسی نورډیرمعدونه چی دافغانستان په ټولوسیمو اعلان شوی دی.
دځینی خبری رسندیو په ادعا سره آمریکایان اوس هم دهمالیا په غرونوکی هغه موجود معدونه ته سترګی نیولی دی چی څوکلن مخنی لری اودوی غواړی چی هغه معدونه هم استخراج کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي