برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دفاع وزارت د مېلر ټاکنه «ډېر پر ځای ګام» بولي

د ملي دفاع وزارت وايي په افغانستان کې د بهرنیانو د عمومي قومندانۍ لپاره د سکاټ مېلر ټاکنه «ډېر پر ځای ګام» دی.


د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش په داسې حال کې د مېلر د هرکلي لپاره کلمات کتاروي، چې پنټاګون لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
وال سټریټ ژورنال تېره ورځ د نوم نه اخیستو په صورت کې د ځينو امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ، چې سکاټ مېلر د نېکولسن په پرځای په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان ټاکل کېږي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش وايي، مېلر یو با تجربه قومندان دی چې د ده په وینا په راتګ به يې په افغان ځواکونو کې هم سا وچلېږي.
رادمنش وايي، هغه کولی شي د افغان ځواکونو په تمویل او تجهیز کې ښه مرسته وکړي، رادمنش همدارازوویل: «د قومندان په توګه د هغه د ټاکلو ملاتړ او هرکلی کوو.»
مېلر چې وړاندې تر دې يې هم په افغانستان کې د دوو کلونو لپاره د ځانګړو ځواکونو قومنده ترسره کړې، په داسې حال کې په افغانستان کې مشري پر غاړه اخلي، چې د امریکا نوې ستراتېژي هم د د دوی د تمې برابرې پایلې نه دې ورکړې.
د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد جنګیالي پر مخ تللي او د ولسوالیو د پرلپسې سقوط سربېره د ولایتونو د سقوط اندېښنې هم پیاوړې شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي