برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سکاټ مېلر نهم امریکايي جنرال

تېره ورځ ځينو بهرنیو او کورنیو پوځي شنونکو په افغانستان کې د امریکا ستراتېژي ناکامه وبلله او ويې ویل چې تر اوسه يې د پام وړ اغېز نه دی کړی.



ټرمپ د خپل واک په اوږدو کې لومړی ځل په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان بدلوي او د دې اوږدې جګړې نهم قومندان سکاټ مېلر بلل کېږي.
جنرال نېکولسن چې د ټرمپ د ستراتېژۍ دقیق تطبیقوونکی هم و، پر دې ونه توانید چې په روانه جګړه کې د هوايي بریدونو له شدت سره سره امریکايي مقاماتو ته ځان د دې دندې وړ نور هم ثابت کړي.
وال سټرېټ ژورنال وايي، جنرال سکاټ مېلر چې په بې پیلوټه بریدونو کې نوم لري، په داسې وخت کې د افغانستان لپاره د نېکولسن پر ځای ګمارل کېږي، چې طالبانو پر لویو ښارونو هم بریدونو ته زور ورکړی.
د سرچينې په وینا په داسې حال کې چې طالبان د هېواد ډېره برخه په واک کې لري، دغه امریکايي جنرال دنده پر غاړه اخلي.
دلته چې اوس د امریکايي عسکرو شمېر ۱۴ زرو تنو ته رسېږي، مېلر به د بهرنیانو عمومي قومنده پر مخ وړي.
پنټاګون تر اوسه په دې تړاو رسماً څه نه دي ويلي.
سکاټ مېلر تر دې وړاندې د ځانګړو ځواکونو – دلتا فورس – او د سمندري ځواکونو د شپږمې ډلې قومندې هم ترسره کړې دي.
ارګ یا هم دفاع وزارت د بهرنیانو د نوي قومندان په اړه څه نه دي ويلي، خو له عادت سره سم به د هغه راتګ وستايي او وجود به يې د خپلې بریا راز وبولي.
دا په داسې حال کې دی چې له امریکا سره د شوي امنیتي تړون له مخې دوی، یوازې د افغان عسکرو د تمویل، مشورې او روزنې مسؤلیت پر غاړه لري.

شریک یي کړئ!