برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سکاټ مېلر ته: نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټېټۍ شاهده وي

آریانانیوز: د طالبانو ویاند په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې نړۍ به يې د بشپړې ماتې شاهده وي.


وړمه ورځ پنټاګون پخپل راپور کې د مېلر په حواله وویل، چې طالبان دې د دوی د وتلو په تمه نه کېني او په وینا يې ښه ټاکنه سوله ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دا یوازې بې مسؤلیته خبرې دي.
مجاهد د یرغل لومړیو ته هم لنډه کتنه کړې او لیکلي يې دي، چې امریکا د افغانستان د همېشني تسخیر هوډ درلود، خو ولسي مقاومت يې لسګونه زره عسکر مړه، ژوبل او لېوني کړل.
هغه په افغانستان کې په روانه جګړه کې د امریکا ځاني او مالي زیانونو ته له کتلو وروسته لیکلي: «امریکا او ائتلافیان يې نه دا جګړه ګټلی شي، نه يې د ګټلو چانسونه ورسره پاتې دي اونه هم په امریکا کې دننه د دې جګړې لپاره کافي حوصله اوحمایت لري.»
طالبانو پر امریکایي جنرالانو غږ کړی چې لا به هم له ناکامیو سره مخ کېږي: «موږ په امریکایي جنرالانو غږ کوو چې تاسو به نور هم په دې جګړه کې له ناکامیو، مایوسیو او ذلت سره مخ کیږئ، اوس ابتکار زموږ افغانانو په لاس کې دی، تاسو صرف د ځان خلاصولو هڅې کوئ، ستاسو په لاس جوړ شوی غلام ژریم هم له دننې او بهر څخه د شړیدو په حال کې دی، نو لرې نه ده چې افغانان به په دې مبارزه کې بریالي کیږي او د وروستۍ ناکامۍ تر حده به مو تعقیبوي. ان شاءالله»
مجاهد د خپلو سرتېرو په استازیتوب ویلي، چې روانه مبارزه ثواب بولي، وژنه شهادت بولي او له خپلو هڅو هیڅ ستړي نه دي: «موږ ستړي نه یو، موږ مایوسه نه یو، زموږ جهاد د الله تعالی په حکم سپيڅلې مبارزه ده، شهادت مو د هر غړي آرمان دی، د ملت هر بچی مو مجاهد دی، د مبارزې لیکې مو پخې او یو موټی دي، نو ستاسو شکست حتمی دی، ډير ژر ده چې نړۍ به ستاسو د بشپړې ماتې او سرټيټۍ شاهده وي.»
ذبیح الله مجاهد مېلر ته ور یاده کړې چې د افغانستان تاریخ ولولي او دلته د برتانوي او شوروي یرغلګرو له برخه‌لیک ځان خبر کړي.
مېلر چې څه موده وړاندې د نېکولسن پر ځای دلته د بهرنیانو عمومي قومندان وټاکل شو، ویلي و، چې تر څو وضعیت ښه شوی نه وي، د وضعیت د ښه کېدو دعوه به نه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي